هغه په دې تور په زندان کې دی چې د پنجاب وزيراعلی په توګه يې دغلته د کورونو جوړولو په اشيانه نومې سکېم کې غيرقانوني ګامونه اخيستې دي. ډان ورځپاڼې په دې کېس کې د دې اورېدنې په اړه د احتساب ادارې يا نېب د وکيل وارث علي جنجوعه د دلايلو ذکر کړی چې هغه پکې ويلي په اشيانه سکېم ميليونونه روپۍ ضايع شوې دي.
خو د شهباز شريف زوۍ او مسلم لېګ (ن) يو مشر، حمزه شهباز د اکتوبر په ۲۹مه په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې د دوی خلاف سازش روان دی او نېب د تحريک انصاف حکومت سره جوړجاړی لري. ((ما د نېب د وکيل خبرې واورېدې. اخوا دېخوا خبرې يې کولې. يوه پېسه نه ده ضايع شوې. د يو اينچ زمکې درغلې نه ده شوې خو بيا هم شهباز شريف د پاکو اوبو په کېس کې راغوښتل کېږي او په اشيانه کېس کې نيول کېږي. نن چې حکومت بايد خپله تالاشي ورکړي، د نېب شاته پټېږي.))
د پاکستان احتساب ادارې د اکتوبر په دوه ويشتمه په سپريم کورټ کې د يو اپېل په جمع کولو سره هغه پرېکړه هم چېلنج کړې چې پکې پخوانی وزيراعظم نوازشريف، د هغه لور مريم نواز او زوم يې کېپټن صفدر ته ضمانت ورکړل شو. د درغليوو په کېسونو کې د جولای په مېاشت کې نوازشريف ته لس، مريم نواز ته اوه او کېپټن صفدر ته يو کال قېد سزا شوې وه خو اسلام اباد هايي کورټ په سپتمبر کې د دوی ضمانتونه منظور او هغوی له جېله خوشي کړل. عدالت لا هم د دوی نومونه د هغو خلکو په ليست کې اچولې پرېښي چې له ملک څخه بهر تګ بندېز پرې دي.
په همدې حال کې د تحريک انصاف ګوند يو مشر غړي او د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قريشي د اکتوبر په اته ويشتمه خبريالانو سره خبرو کې د مسلم لېګ (ن) تورونه بې بنياده وبلل. ((د احستاب ادارې او عدالتونه د هيڅ حکومت لاندې نه دي. دغه ادارې خپلواکې دي او په خپله کاروايي کوي. نه پرې زموږ څه اثر شته او نه کوم زور شته.))
نوازشريف تېر کال د پاناما په نامه درغليوو قضيه يا کېس کې د وزيراعظمۍ له چوکۍ ليري شو. هغه درغلي نه مني او وايي عدليه یې په خلاف سازش کوي. خو د پاکستان چېف جسټس ثاقب نثار په بېلابېلو وختونو کې دا تورونه رد کړې دي او ويلي يې دي چې عدالتونه هر چا ته يو شان انصاف ورکوي.