قرېشي په نيويارک کې شوې دې غونډه کې زياته کړه چې د هند وزيراعظم نريندرا مودي بايد د پاکستاني وزيراعظم عمران خان دې وړانديز ته مثبت ځواب ويلی وای چې که هند يو ګام وروړاندې شي، پاکستان به دوه ګامه ورواخلي.
موږ په پاکستان کې ترهګرو سره د هند د مالي ملاتړ ثبوتونه لروشاه محمود قریشي
قرېشي ادعا وکړه چې هند په پاکستان کې د وسله والو د لويو حملو تر شا لاس لري. ((موږ غوښتل د دې ټولو حملو ثبوتونه د هند او نورو هېوادونو سره شريکول غوښتل. ملګرو ملتونو سره مو شريک کړي دي. موږ د ټولو مسلو حل د ښو مذاکراتو په کولو کې وينو. دلته په ملګرو ملتونو کې مو د هندي چارواکو سره د ملاقات خواهش درلود خو د مودي حکومت دا درېيمه موقع هم ضايع کړه. هغه د امن پر ځای سياست ته ترجيح ورکړه.))
هند پر پاکستان تور پورې کوي چې د حافظ سعيد او نورو هغو وسله والو سره مرسته کوي چې په هند کې پر حملو تورن دي. حافظ سعيد د جماعت الدعوه ډلې بنسټګر دی چې امريکا د نړيوالو ترهګرو په ليست کې اچولی او په نيول کېدو یې د لس ميلينه ډالرو انعام هم شته خو په پاکستان کې نوموړی د عدالت له خوا پاک اعلان شوی نو ځکه تر نيول کېدو وروسته پرېښودل شو.
د قريشي تر وینا مخکې د هند بهرنيوو چارو وزيرې سوشما سواراج په ملګرو ملتونو کې خبرې وکړي او يادونه یې وکړه چې پاکستان لا هم د ترهګرو سره د ملاتړ پاليسي نه ده پرېښي.
نوموړې زياته کړه: ((پاکستان يوازې د ترهګرو د پالنې ماهر نه دی بلکې د خپل کار په پټولو هم پوهېږي. د دې لوی مثال په پاکستان کې د القاعده ترهګرې ډلې مشر اسامه بن لادن هستوګنه ده. خو پاکستان بيا هم پر تندي ګنځې ونه ښودې لکه هيڅ ګناه یې چې نه وې کړي. حافظ سعيد په پاکستان کې ښکاره ګرځي او جلسې کوي. خو يوه خبره ښه شوې چې دنيا اوس د پاکستان اصلي څېره ليدلې ده.))
موږ ته ترهګري له کوم بل ليري ځایه نه بلکې له ګاونډي هېواد، پاکستانه راروانه ده.سوشما سواراج
اسلام اباد او نوي دهلي تل د يو بله په داخلي چارو کې د مداخلې تورونه رد کړې دي.
پر پاکستان يو بل تور د افغان طالبانو سره د مرستې دی. افغان چارواکي وايي چې اسلام اباد بايد له دغې وسله والې ډلې لاس واخلي.
په ملګرو ملتونو کې شاه محمود قريشي وويل چې هېواد یې د افغان امن لپاره د کار کولو لپاره تيار دی. ((د افغانستان ۱۷ کلنه جګړه د پوځي لارې نه شي ګټل کېدای. دغلته د داعش پراختيا د تشويش خبره ده. دې ته په کتو سره پاکستان د افغانانو په مشرۍ د مذاکراتو ملاتړ کوي او وايي چې د دې کوښښونو د زياتولو ضرورت دی.))
د يادونې ده چې طالبانو تر اوسه د افغان حکومت سره د مذاکراتو وړانديز نه دی منلی. دوی دريځ لري چې لومړی بايد له افغانستانه د بهرنيوو ځواکونو د وتلو مهالويش وټاکل شي خو افغان چارواکي وايي لومړی دې خبرې پېل شي چې پر دې او نورو مسايلو بحث وشي.