پراګ - د سېپټېمبر پر ۲۳مه، د اېشیا جام په اتلولۍ کې پاکستان او هند او افغانستان او بنګلا دېش یو بل ته مخامخېږي.
دا سیالۍ د پېښور پر وخت پر څلور نیمو بجو په متحده عرب اماراتو کې پیلېږي.
تر دې مخکې په لوبو کې هند، پاکستان ته او افغانستان، بنګلا دېش ته ماته ورکړې وه.
د سېپټېمبر پر ۲۱مه، د پاکستان او افغانستان په سیالۍ کې پاکستانۍ ډلې د لوبې په اخري اوور کې بریا ترلاسه کړه.
افغان لوبډلې په لومړي بیټېنګ کې پاکستان ته د ۲۵۷ منډو هدف ورکړ. پاکستان چې بیټېنګ پیل کړ نو د لومړي اوور په پای کې یې یو لوبغاړی وسوځېد.
تر دې وروسته، پاکستانیو لوبغاړو خپلو منډو ته دوام ورکړ او د لوبډلې پوزیشن یې مستحکم کړ. خو د بېټېنګ تر نیمايي وروسته یې د لوبغاړو سوځېدو عمل پیل شو.
د پاکستان شعېب ملک د سیالۍ په اخري اوور کې د څلوریزې په وهلو ۲۵۸ منډې جوړې کړې.
د اېشیا جام د اتلولیو دوه نورې سیالۍ به راتلونکې اوونۍ د هند او افغانستان او پاکستان او بنګلادېش تر منځ کېږي.
ټاکل شوې چې د جام فاینل د سېپټېمبر پر ۲۸مه وشي.