د پاکستان تحريک انصاف پارلېماني کمېټۍ د ګوند مشر عمران خان د وزير اعظمۍ څوکۍ لپاره خپل امېدوار نومولی دی.
دا فیصله نن دوشنبه په اسلام اباد کې د پي ټي ای یوې غونډې پر مهال وشوه. د پاکستان ډان او جيو نيوز ويبپاڼي وايي چې په غونډه کې د قامي اسمبلۍ د سپيکر او د پنجاب د وزيراعلی پر نومونو هم خبرې وشوې.
د تحريک انصاف وياند فواد چودري په یکشنبه خبريالانو ته په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې د ګوند قامي اسمبلۍ غړيو شمېر يې ۱۲۵ ته رسېدلی دی.
د ده په وينا د ښځو او اقليتونو د ځانګړيو څوکيو او د نورو ګوندونو له ملګرتيا سره به دا شمېره ۱۷۵ ته ورسېږي. د وزيراعظم جوړېدو لپاره يو اميدوار ته د قامي اسمبلۍ ۱۷۲ غړيو حمايت پکار دی.
د پاکستان پارلېمان ۲۷۲ مستقلې څوکۍ لري چې وروسته ګټونکي پارلمېاني غړي بیا پرمخصوصو ۷۰ څوکیو استازي ټاکي چې له دې سره د پارلېمان ټول غړي ۳۴۲ تنو ته رسېږي. په ۷۰ څوکیو کې ۶۰ ښځینه استازیو ته او ۱۰ لږکيو استازیو ته ځانګړې دي.
د جولای ۲۵مې په انتخاباتو کې پاکستان تحريک انصاف تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلې وې خو د مسلم ليګ نواز او پيپلز پارټۍ په ګډون ډېری ګوندونه تور پورې کوي چې انتخاباتي کميشن او پوځ د تحريک انصاف په حق کې درغلي کړې ده خو کميشن او پوځ دا تورونه ردوي.
نور راپورونه
نوی پاکستانی حکومت به اربونه ډالره پور اخلي
د مسلم لېګ (ن) سزا شوي مشران
محسن داوړ: قبایلي سیمو انتظام دې ولسي انتظامیې ته وسپارل شي
کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مظاهره
اختر مينګل: د ټاکنو نتیجه نه منو
د جولای ۲۵ مې انتخاباتي نتيجو خلاف د سياسي ګوندونو اتحاد فيصله کړې چې د څوکيو سوګند کولو پر ورځ به د خېبر پښتونخوا اسبملۍ مخې ته احتجاج کوي.
دا فيصله نن دوشنبه په پېښور کې د جماعت اسلامي له خوا په رابلل شوې ټول ګونديزه غونډه کې وشوه. تر غونډې وروسته د جماعت اسلامي يو مشر صابر اعوان مشال راډیو ته وويل چې په غونډه کې يې د انتخاباتو نتيجې رد کړل شوې.
د ده په وينا، په ټاکنو کې درغلي شوې ده.
په غونډه کې متحده مجلس عمل، عوامي نېشنل پارټۍ، مسلم ليګ نواز، پيپلز پارټۍ او ځينو نور ګوندونو ګډون وکړ.