بنو کې د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر پر ګاډي وسلوال برید کې ۵ سرتېري ژوبل شوي دي

د برید ښکار یو سرتېری د بنو په روغتون کې بستر دی - د نومبر درېیمې انځور.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د شمالي وزیرستان د پولیسو د مشر پر ګاډي په وسلوال برید کې پینځه سرتېري ژوبل شوي دي.

په میرامشا کې د پولیسو د دفتر یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پولیسو مشر وقار احمد د نومبر پر درېیمه غرمه مهال له میرامشا څخه بنو ته پر لاره وو چې د بنو په مامشخېلو کې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې.

دی وايي، احمد له بریده روغ ووت خو پینځه ساتونکي سرتېري یې ژوبل شول چې د بنو ضلعي روغتون ته لېږدول شوي دي.

پولیس وايي، وسلوال تر حملې وروسته وتښتېدل. د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

دا هم وګورئ:

بنو کې وسلوالو ۲ پوليس تښتولي ديشمالي وزیرستان کې هدفي بريد کې پلار او ۲ زامن وژل شوي

له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د بنو او شمالي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو او سرتېرو تښتونې زیاتې شوې دي.

د اکتوبر پر ۳۱مه وسلوالو په بنو کې د پوليسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) او د پوليسو د ځانګړې څانګې دوه سرتېري وتښتول.

داراز، د نومبر پر دویمه د هنګو په دوابه کې د سړک تر غاړې د ښخ رېموټ کنټرول بم په چاودنه کې د یو تاڼېدار په ګډون درې پولیس ژوبل شول.

د اکتوبر پر ۲۴مه هم په هنګو کې د پوليسو پر یوې امنیتي پوستې په بمي برید کې د یو افسر په ګډون درې پولیس وژل شوي ول.

په عین حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د وسلوالو پرضد مبارزې ته ژمن دي او وخت په وخت په هدفي عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د خيبر سیاسي مشران او ولسي استازي وايي پوځ د عملياتو پر وخت عام ولس په نخښه کوي

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.

رپورټ وايي، تېره میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.

اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.