د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزیو د سکرو په یو کان کې ګیس جمع کېدو ۳ مزدوران وژلي دي


دوه تنه تر یوې پېښې وروسته د اورکزیو د سکرو له کانه بهر د مزدورانو د جسدونو ترلاسه کولو په انتظار دي - انځور له ارشیفه.
دوه تنه تر یوې پېښې وروسته د اورکزیو د سکرو له کانه بهر د مزدورانو د جسدونو ترلاسه کولو په انتظار دي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا په اورکزیو کې د سکرو په کان کې د ګیس جمع کېدو له وجې درې مزدوران وژل شوي دي.

پولیسو په بیان کې ویلي چې پېښه د جولای پر ۲۶مه هغه مهال شوې چې کان کیندونکو سکاره ایستل.

بیان وايي، د ګیس جمع کېدو له وجې د مزدورانو سا بنده شوې، لومړی بې هوښه شوي او داسې انګېرل کېږي چې پر وخت د طبي مرستې نه وررسېدو له وجې مړه شوي.

پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) کارکوونکي د پېښې تر اطلاع وروسته کان ته ورغلل او څو ساعتونه پس یې مړي وایستل.

پولیس زیاتوي، درېواړه کان کیندونکي د شانګلې اوسېدونکي ول او مړي یې هم هلته لېږدول شوي دي.

په پاکستان کې د سکرو زیاتره کانکیندونکي د خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د شانګلې په ګډون د ملاکنډ ډېوېژن، او د افغانستان اوسېدونکي دي.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم په کانونو کې د ګیس جمع کېدو له وجې مزدوران وژل شوي دي. د سکرو په کانونو کې اکثر طبیعي یا قدرتي ګیس (میتېن یا CH4) موندل کېږي. دا هم هغه ګیس دی چې په کورونو او کاروبارونو کې د سونتوکي په توګه کارېږي. میتېن کولای شي چې په هوا کې اکسیجن بې ځایه کړي. د دې له وجې په هوا کې اکسیجن کمېږي او د مرګ لامل کېدای شي.

له دې پرته هغه ګیس عموماً په بندو یا داسې ځایونو کې چې پکې د باد لګېدو لپاره کړکۍ یا دروازه نه وي کې جمع کېږي چې کله نا کله د چاودنې سبب کېږي.

د پاکستان په بلوچستان، سیند او خیبر پښتونخوا کې اکثر د سکرو (کویلې) او نورو معدنیاتو په کانونو کې خونړۍ پېښې کېږي چې لامل یې د قوانینو نه عملي کېدل، په کانونو کې د هوا یا باد ازاد تګ راتګ د مناسب انتظام نه کول، د کانونو د څار سم نظام نه شتون او د مزدورانو د خوندیتوب لپاره اړین اقدامات نه کول دي.

سږ کال په مارچ کې د خیبر پښتونخوا په کرک کې د مالګې کان نړېدو په پېښه کې دوه مزدوران وژل شوي ول. تر دې مخکې، په جنورۍ کې د بلوچستان له مرکز کوټې سره نېږدې په سنجیدي سیمه کې د کویلې په کان کې د ګیس چاودنې ۱۲ مزدوران وژلي ول.

د پاکستان د کان کيندونکو مرکزي اتحاديه وايي چې د روان ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ په لومړيو دوو اونيو کې په هغه هېواد کې د کانونو په بېلا بېلو پېښو کې ۲۰ کان کيندونکي ووژل او ۱۰ ژوبل شول.

د اتحاديې په وينا، په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د کویلې او نورو معدنونو د کانونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۲ کان کيندونکي وژل شوي ول چې ورڅخه یې ۱۲۷ کسانو د بلوچستان په کانونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د پاکستان د بشري حقوقو کمېشن د ۲۰۲۱ز کال په کلني راپور کې ویلي ول چې په پاکستان کې د سکرو کانونو مزدوران په "ډېر خطرناک چاپېریال" کې کار کوي او د کارګرانو د خوندیتوب قوانین نه عملي کېږي.

له پاکستانه علاوه په افغانستان او ایران کې هم وخت په وخت په کانونو کې مرګونې پېښې کېږي. د جولای پر ۲۲مه په شمالي ولایت بغلان کې د یو کان نړېدو پېښې شپږ کارکوونکي ووژل او ۱۸ یې ژوبل کړل.

د هغه هېواد په مختلفو برخو کې د سکرو په کانونو کې قوانین پوره نه عملي کېږي او کارکوونکي هم د خوندیتوب تجهیزات نه لري چې له وجې یې وخت په وخت مرګونې پېښې کېږي.

XS
SM
MD
LG