د بلوچستان د نوشکي ضلعې د پوليسو د مرستيال مشر محمد یوسف رېکي مړی د هغې صوبې په مستونګ ضلع کې موندل شوی دی.
د مستونګ يو انتظامي چارواکي خليل احمد د اکتوبر پر ۲۳مه خبريالانو ته وويل چې ناپېژندليو وسلوالو د اکتوبر د ۱۸مې او ۱۹مې په مينځنۍ شپه محمد یوسف رېکي په داسې حال کې تښتولی وو چې هغه له نوشکي څخه د کوټې ښار پر لور روان وو.
نوموړي زياته کړه چې وروسته د اکتوبر پر ۲۳مه د هغه په ډزو ويشتل شوی مړی د مستونګ په کردګاب سيمه کې وموندل شو.
تر پېښې وروسته د رېکي مړی کوټې ته يووړل شو چې د جنازې په لمانځه کې يې د بلوچستان د ګورنر او د پوځ او پوليسو د صوبايي مشرانو په ګډون يوشمېر نورو چارواکو او صوبايي وزيرانو ګډون کړی وو.
د هغې پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې، خو تر دې وړاندې د دا ډول زياتره بريدونو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو منلې ده.
بلخوا د مستونګ پوليسو او لېويزو د پېښې پلټنې او د مشکوکو وسلوالو خلاف د لټون عمليات پيل کړي دي.
تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۲۲مه په نوشکي کې وسلوالو دوه پوليسان وژلي وه. د هغې پېښې مسوليت هم چا نه وو منلی.
په وروستيو کې په بلوچستان کې امنیتي وضع خورا خرابه شوې ده او په هغه صوبه کې یوشمېر حملې شوي چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي دي.