د خوست سوداګر او ډرېوران د غلام خان لارې خلاصېدو غوښتنه کوي
په خوست کې سوداګر او د باروړونکو ګاډو چلوونکي د افغانستان او پاکستان له چارواکو غوښتنه کړې چې غلام خان ټرانزیټي لاره دې بېرته پرانیزي. په روان موسم کې پر هغه لاره له افغانستان څخه تازه مېوې او ترکارۍ پاکستان ته صادرېږي، خو له پاکستان څخه بیا سوداګرسيمېنټ، وریجې او نور توکي واردوي. دا مهال د غلام خان بندر دواړو خواوو ته سلګونه په توکو بار موټر د لارې خلاصېدو په تمه ولاړ دي.