د اسراییلو لخوا د اکتوبر پر ۱۰مه په غزه کې د اوربند د اعلان او د خپلو ځواکونو پر شا تمبولو وروسته لسګونه زره فلسطینیان خپلو ورانو شويو کورونو ته روان شوي دي.
رویټرز او فرانس پرېس اژانسونو ویلي، دا تر هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د اکتوبر پر اتمه وویل چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په مصر کې د روانو خبرو په نتیجه کې اسراییل او حماس د ده د سولې د طرحې پر لومړي پړاو سلا کړې ده.
اسراییلي پوځ ویلي چې د اوربند تړون او د یرغمل کسانو د خوشې کولو لپاره یې د هغه هېواد پر ځايي وخت د غرمې لخوا ډز بندي کړې ده.
تر دې اعلان څو ساعته وروسته د امریکا دفاع وزارت تایید کړه چې اسراییلو د ولسمشر ټرمپ د سولې پلان له مخې د شا تګ لومړۍ مرحله بشپړه کړې ده، خو پر دې سربېره اسراییلي ځواکونه لا هم د فلسطین شاوخوا ۵۳ سلنه خاوره تر خپل واک لاندې لري.
د سولې پلان د لومړي پړاو له مخې باید په غزه کې یرغمل ټول کسان خوشي کړل شي او اسراییلي ځواکونه به ټاکل شوي حد ته بېرته ستنېږي.
د پلان له مخې، اسراییل به هغه شاوخوا ۲۵۰ فلسطینیان چې د ټول عمر بند سزا ورته اورل شوې، خوشي کوي. د دې ترڅنګ شاوخوا هغه ۱،۷۰۰ کسان به هم خوشې کړل شي چې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه د حماس لخوا پر اسراییل تر برید وروسته نیول شوي ول.
حماس، چې امريکا او اروپا يې ترهګره ډله پېژني، د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.
تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۶،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. بلخوا د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله غزه ویجاړه شوې او نېږدې ټول اوسېدونکي یې بې ځایه شوي دي.
په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.
پر غزې د اسراییلو د پراخو بریدونو په غبرګون کې په وروستيو کې د اروپا يوشمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.
د رويټرز خبري اژانس په وينا، په نړیواله کچه د اسراییلو لا منزوي کېدو ته په کتو د امریکا ولسمشر هڅې زیاتې کړې چې د غزې جګړه پای ته ورسوي.