د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليس: په خیبر ضلع کې د منشیاتو د کاروبار په تور تر ۱۸۰ زیات کسان نیول شوي دي


په خیبر ضلعې له مودو راهیسې د منشیاتو کاروبار کېږي.
په خیبر ضلعې له مودو راهیسې د منشیاتو کاروبار کېږي.

د خیبر پولیس دعوه کوي چې په تېرو شاوخوا درې میاشتو کې يې ۱۱۸ کسان په مبینه توګه د نشيي توکو د کاروبار کولو په تور نیولي دي.

د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د اکتوبر پر اتمه مشال رېډیو ته وویل چې د دې کسانو څخه یې نشيي مواد هم نیولي دي. هغه زیاته کړه چې په نیول شویو کسانو کې ځينو ته عدالتونو سزاګانې هم اورولې دي.

خو په خیبر کې مدني فعالان وايي چې باید د منشیاتو د هغو کاروباریانو ضد کاروایانې وشي چې د خپل اثرورسوخ له امله حکومت لاس نه وروړي.

په خیبر ضلع کې له اوږدې مودې راهیسې د نشه يي توکو، په ځانګړي توګه د چرسو کاروبار کېږي چې له کبله يې ګڼ شمېر کسان په نشو روږدي شوي دي.

قبایلي ضلعې په ۲۰۱۸ز کې د اییني بدلون له لارې په خیبر پښتونخوا کې ګډې شوې. تر دې وروسته هغو ضلعو ته د هېواد د نورو برخو په څېر د نشه یي توکو ضد ادارې ځواک (اینټي نارکاټېکس فورس)، د پولیسو او عدالتونو نظامونه وغځېدل چې له مخې یې پولیس اوس د نشه يي توکو د کاروباریانو ضد د اقداماتو کولو واک لري.

XS
SM
MD
LG