د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ميرامشا خلکو يو ځل بيا په پوځي عملياتو کې د ړنګو کورونو د معاوضو غوښتنه کړې


د شمالي وزيرستان په ميرامشاه کې د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملياتو پر مهال ګڼ شمېر دوکانونه ړنګ شوي.
د شمالي وزيرستان په ميرامشاه کې د ۲۰۱۴ز کال د پوځي عملياتو پر مهال ګڼ شمېر دوکانونه ړنګ شوي.

د شمالي وزیرستان د میرامشاه د ماچسو او چوټا دته خېل سیمو ولس وايي چې حکومت کلونه وروسته هم ورته د ړنګو کورونو معاوضې نه دې ورکړي.

د دغو سيمو اوسېدونکو د اکتوبر پر شپږمه مشال راډیو ته وويل چې په ۲۰۱۷ز کال کې خپلو کليو ته ستانه شوي، د کورونو سروې يې شوې، خو بيا هم د خپلو ړنګو کورونو په معاوضو پسې يو ځای او بل ځای ګرځي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د زرګونو د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.

له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.

په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.

د ميرامشا د چوټا دته خېلو اوسېدونکی انور علي خان وايي چې هغوی د شمالي وزيرستان د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) او د پوځ د مشر دفترونو ته نېږدې استوګن دي، خو په وينا يې، بيا هم هغوی د کورونو غم نه خوري.

د پاکستان حکومت تر پوځي عملیاتو وروسته خلکو ته د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او کاروبارونو د تاوان ورکولو ژمنه کړې وه. په هغه ژمنه کې ویل شوي ول چې د چا کور په بشپړه توګه ړنګ شوی وي، هغه ته به څلور لکه روپۍ ورکول کېږي او که د چا کور په جزوي توګه ړنګ وي، هغه ته به ۱۶۰،۰۰۰ روپۍ د معاوضې په توګه ورکړل شي. دا ډول د ړنګو شويو دوکانونو د معاوضې پیسې له ۱۰۰،۰۰۰ څخه نیولې تر ۱،۴۰۰،۰۰۰ روپيو پورې ټاکل شوې وې.

د ميرامشا د ماچسو سيمې يو اوسېدونکی فاروق خان وايي چې د عملياتو پر مهال يې کورونه داسې ړنګ شول چې خښتې او ګاډر يې هم پاتې نه شول، خو بيا هم د هغوی د بيارغولو لپاره معاوضې نه دې ورکړل شوي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) محمد یوسف کریم د اغېزمنو خلکو د معاوضو په اړه مشال راډیو ته وویل چې تر عملياتو وروسته د هغې ضلعې بېلا بېلو سيمو ته لکونه خلک ستانه شوي او زياتره کسانو ته د ړنګو شويو کورونو معاوضې ورکړل شوې دي.

نوموړي زياته کړه، د فنډونو د نشتوالي او د ځينو خلکو د تصديق د عمل سر ته نه رسېدو له امله د هغوی معاوضې پاتې دي، چې دوسيې يې له اړونده ادارو سره شريکې شوې دي.

د کريم په وينا، د فنډونو له راتګ سره سم به پاتې اغېزمنو کسانو ته هم معاوضې ورکړل شي.

د ړنګو شويو کورونو پر مالکانو سربېره د میرامشا بازار دوکاندارانو هم وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. دوکاندران وايي چې د عملياتو پر مهال د هغوی له ۶،۰۰۰ زيات دوکانونه ړنګ شوي چې حکومت او پوځ يې هم پخلی کړی دی، خو شاوخوا ۳،۰۰۰ دوکاندارانو ته لا هم معاوضې نه دې ورکړل شوي.

XS
SM
MD
LG