د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ ژوب کې د ۳۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


Locator Zhob map Pashto
Locator Zhob map Pashto

د پاکستان پوځ د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې د ۳۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اګست پر اتمه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي، "یوه لویه ډله وسلوالو" د اګست اوومې او اتمې نېټې ترمینځ شپې مهال پر ډېورنډ کرښه له "افغانستانه د ژوب سبمازې سیمې ته د داخلېدو هڅه کوله" چې امنیتي سرتېرو یې مخه ونیوله او ورسره یې نښته وشوه.

پوځ دا نه دي ویلي چې ایا په نښته کې سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې او که څنګه.

د پاکستان پوځ په نښته کې وژل شوي ټول کسان "د هند" ملاتړ لرونکي "خوارج" بللي دي.

پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، حافظ ګل بهادر او بلوڅ بېلتونپالو ډلو ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.

ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

نوي دلي لا د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا پر پاکستان تور پورې کړی دی چې د هغو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي چې په هند او د نوي دلي تر واک لاندې جمو او کشمیر کې حملې کوي خو اسلام اباد دا تور ردوي. داراز، په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم په بیا بیا ویلي دي چې خپله خاوره د هېچا ضد کارېدو ته نه پرېږدي او زیاتوي چې هېڅ وسلوالې ډلې ته یې پټنځایونه نه دي ورکړي.

په تېرو څلورو کلونو کې په بلوچستان کې امنیتي وضع خورا خرابه شوې ده او په جولای کې په هغه صوبه کې یوشمېر حملې وشوې چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي ووژل شول.

د بلوچستان حکومت د اګست پر اوومه د "امنیتي اندېښنو" له کبله د کوټې په ګډون په ټوله صوبه کې د میاشتې تر پای پورې د موبایل ټېلېفون انټرنېټي خدماتو تړلو اعلان وکړ.

د پاکستان چارواکي وخت په وخت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د هېواد په مختلفو برخو کې انټرنېټ او ټېلېفوني شبکې تړي او وايي، د دې موخه د ناامنۍ او د وسلوالو د فعالیتونو مخه نیول دي. چارواکي وايي، وسلوالې ډلې د حملو د پلانولو او داراز، د رېموټ کنټرول بمي بریدونو لپاره د موبایل ټېلېفون شبکه او انټرنېټ کاروي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جولای په پای کې په کوټه کې له چارواکو سره د لیدو پر مهال د "ترهګرۍ پرضد" د مبارزې هوډ تکرار کړ او و یې ویل چې په دې لړ کې د بلوچستان له حکومت سره "کلک ملاتړ" کوي.

د پاکستان وزیراعظم میا محمد شهباز شریف په مارچ کې په یو بیان کې ویلي ول چې وسلوال د بلوچستان د "سولې او پرمختګ دښمنان" دي او زیاته کړې یې وه چې هغوی به خپلو موخو ته په رسېدو بریالي نه شي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت وايي چې د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG