د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو ۷۰ سلنه ځایونه د موبایل ټېلېفون انټرنېټ نه لري


د مومندو ۷۰ سلنه ځایونه د موبایل ټېلېفون انټرنېټ نه لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:40 0:00

د یوشمېر نورو قبایلي ضلعو په څېر د مومندو په شاوخوا ۷۰ فیصده ځایونو کې د موبایل ټېلېفون انټرنېټ کار نه کوي او په ځینو تحصیلونو کې خو ان د ټېلېفون کولو لپاره هم شبکه (نېټورک) نه شته. د هغو سیمو اوسېدونکي وايي، د انټرنېټ کارولو لپاره غرونو ته خېژي او د نورو ضلعو له شبکو ګټه اخلي. د مومندو ګڼ اوسېدونکي په بهرنیو هېوادونو کې مزدوري کوي او وايي، له کورنیو سره یې رابطه کول خورا ګران کار دی. حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، انټرنېټ او ټېلېفوني شبکې اکثر د ناامنۍ او د وسلوالو د فعالیتونو مخنیوي لپاره تړي. د مومندو انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) د پېښور ډېوېژن انتظامیې ته هلته د موبایل انټرنېټ بحالولو او په ځینو ځایونو کې ټېلېفون شبکې خدماتو پیلولو لپاره لیک استولی دی. تفصیل په دې رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG