پولیس وايي، د شمالي وزیرستان په میرامشا کې وسلوالو یو طالب قومندان او د هغه دوه ملګري وژلي دي.
د میرامشا د پولیسو دفتر رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې قومندان تواب د جولای پر ۲۱مه سهار مهال له خپلو ملګرو سره په ګاډي کې روان وو چې مخالفو وسلوالو پر بایپاس سړک ورباندې ډزې وکړې.
بیان وايي، په پېښه کې د قومندان یو ملګری ژوبل شوی هم دی.
د پولیسو بیان زیاتوي چې د نوموړي د میرامشا له قبیلې سره د مارکېټونو لانجه وه او د مخالف لوري کس وژلی دی.
خو ځايي خلک وايي چې قومندان تواب د "حکومت پلویو" یا "ښه طالبانو" غړی وو.
پر نوموړي د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په پاکستان کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د ښه او بدو طالبانو اصطلاح کارېږي. هغه وسلوال طالبان چې په افغانستان کې به یې پخوا د نړیوالو ځواکونو او د جمهوري حکومت پر ضد بریدونه کول اصطلاحاً "ښه طالبان" بلل کېدل او چې په پاکستان کې حملې کوي، د "بدو طالبانو" په نوم یادېږي. خو د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې رد کړې او زیاتوي چې بې له توپیره یې د وسلوالو ډلو ضد "بریالي" عملیات کړي دي.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د شمالي وزیرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
د جولای پر ۱۴مه وسلوالو د شمالي وزیرستان په میرامشا کې یو ولسي مشر ملک محمد رحمان او د هغه ډرېور ووژل.
د مشال راډیو د ارقامو له مخې، د قومندان تواب له وژنې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي حملو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي.
د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف د جولای پر ۱۳مه په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.