د لاسرسي ځای

تازه خبر

عوامي نیشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبې د نوم بدلولو غوښتنه تکرار کړه


د پاکستان بارلېمېنټ هاوس - د ارشیف انځور
د پاکستان بارلېمېنټ هاوس - د ارشیف انځور

عوامي نیشنل ګوند وايي د اساسي قانون ۲۸م بدلون به په هغه صورت کې ورته د منلو وړ وي چې ورکې د خیبر پښتونخوا نوم په پښتونخوا بدل کړل شي.

د یاد ګوند مرکزي جنرل سېکرټري احسان الله خان د نومبر په ۲۸مه په یوه خبرپاڼه کې دغه څرګندونې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مرکزي کابینې د نومبر پر اتمه په اساسي قانون کې د بدلون مسوده تایید کړې وه. د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان هغه مهال ویلي وو، حکومت ورسره ژمنه کړېده چې د اساسي قانون په ۲۸م ترمیم کې به د صوبې نوم په پښتونخوا واړول شي.

د پېښور یو خبریال او شنونکی فریدالله وايي، په مرکز کې واک د مسلم لیګ (نون) سره دی او هغه ګومان نه کوي چې یاد ګوند به اوسمهال دې ته تیار شي چې د خیبر پښتونخوا نوم دې بدل کړي.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د مومندو ضلعې استازی او د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو غړی ساجد مومند وايي، که د صوبې نوم بدلېږي یا نه خو صوبې ته دې حقونه ورکړل شي. هغه وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو په پلمه ځايي پښتانه ځورول کېږي او اسناد ترې غوښتل کېږي، د هغې مخه دې ونیول شي.

په ۲۰۱۰ز کال کې د پیپلز ګوند په مشرۍ پخواني اېتلافي حکومت، چې عوامي نیشنل ګوند هم پکې شامل وو، د هېواد په اساسي قانون کې ۱۸م بدلون کړی وو چې له مخې یې د شمال مغربي سرحدي صوبې، چې مختصراً صوبه سرحد بلل کېده، نوم خیبر پښتونخوا ته اړول شوی وو.

د پاکستان له جوړېدو وړاندې د برتانویانو په واکمنۍ کې یادې صوبې ته شمال مغربي سرحدي صوبې نوم اخیستل کېده او بیا چې پاکستان جوړ هم شو نو دا نوم یې تر ۲۰۱۰ز کاله پورې پاتې وو.

XS
SM
MD
LG