د لاسرسي ځای

تازه خبر

سري لنکا او پاکستان نن د درې اړخیزه ۲۰ اووره کرکټ سیالۍ پای لوبه لري


د پاکستان او سري لنکا ترمینځ د ایشیا کپ یوې لوبې صحنه - انځور د ۲۰۲۵ز کال د سېپټېمبر ۲۳مه
د پاکستان او سري لنکا ترمینځ د ایشیا کپ یوې لوبې صحنه - انځور د ۲۰۲۵ز کال د سېپټېمبر ۲۳مه

د پاکستان او سري لنکا ملي لوبډلې نن (د نومبر پر ۲۹مه) د درې اړخیزه ۲۰ اووره کرکټ سیالۍ پای لوبه کوي.

لوبه په راولپېنډۍ کرکټ لوبغالي کې د پېښور په وخت د ماښام په شپږو او د کابل په وخت په پینځنیمو بجو پیلېږي.

تر دې وړاندې د نومبر په ۲۷مه د سري لنکا ملي لوبډلې په یوه سیالۍ کې پاکستان ته په شپږو منډو په ماتې ورکولو د لوبلړۍ پایلوبې ته لاره موندلې وه.

په دې سیالیو کې پاکستان، سري لنکا او زېمبابوې له یو بل سره لوبېدل.

په داسې حال کې چې پاکستان وار له مخې د خپلو درېواړو لوبو په ګټلو سره پای لوبې ته وتلی وو، سري لنکا د نومبر پر ۲۷مه د پاکستان پر ضد د سیالۍ په ګټلو پایلوبې ته لاره پیدا کړه. که دوی هغه سیالي بایللې وای نو زېمبابوې به د ټولو منډو د نسبتاً ښه کچ یا ښه نېټ رن رېټ پر اساس پایلوبې ته وتلې وای.

ټاکل شوې وه چې په هغو سیالیو کې د کوربه پاکستان او سري لنکا ترڅنګ د افغانستان کرکټ لوبډلې هم برخه اخیستې وای.

خو افغان کرکټ بورډ په اکتوبر کې په پکتیکا کې د پاکستانیو ځواکونو په برید کې د "کرکټ د درې ځوانو لوبغاړو" تر وژنې وروسته په هغو درې اړخیزه سیالیو کې د ګډون پلان لغوه کړی وو.

تر دې وروسته د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان پر ځای به زېمبابوې په سیالیو کې ګډون وکړي.

د ۲۰ اووره کرکټ درې اخیزه لوبلړۍ سیالي د نومبر پر ۱۸مه پیل شوې وه.

XS
SM
MD
LG