د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد عدالت د تحریک انصاف ۱۸ کسان اشتهاري اعلان کړل

تازه شو

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پلویانو ارشیف انځور
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د پلویانو ارشیف انځور

په راولپېنډۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت اینټي ټېررېزم کورټ (اې ټي سي) په یوه قضیه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ۱۸ تورن کسان اشتهاري اعلان کړل.

اې ټي سي د ډېسېمبر په دویمه دا پرېکړه په راولپېنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر جنرل هېډکوارټرز (جي اېچ کیو) د ۲۰۲۳ کال د مې په نهمه د حملو په قضیه کې اورولې ده.

د ترهګرۍ ضد عدالت چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند کوم کسان اشتهاري ګرځولي دي په هغو کې شبلي فراز، عمر ایوب، شېخ راشد شفیق، زرتاج ګل او نور شامل دي.

عدالت د ټولو تورنو کسانو د غیرمنقول ملکیت د ضبطولو امر هم کړی دی. غیرمنقوله شتنمي د یو چا هغه دارايي وي چې له یو ځای نه بل ځای ته نه شي لېږدول کېدای، لکه ځمکه او کور.

عدالت د عوایدو افسرانو ته امر کړی دی چې د تورنو کسانو ملکیتونه دې ضبط کړي او که دوی په ټاکلې نېټه عدالت ته حاضر نه شول نو لیلام دې یې کړي.

د ترهګرۍ ضد عدالت د دې تازه پرېکړې په اړه تراوسه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لوړپوړو مشرانو کوم دریځ مخې ته نه دی راغلی.

د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د تحریک انصاف ګوند پلویانو د درغلۍ په يوه قضيه کې د عمران خان د نیولو په غبرګون کې د پاکستان په ګڼو ښارونو کې له تشدده ډکې مظاهرې کړې وې چې پکې یې مهم ملکي او پوځي ځایونه په نښه کړي ول.

قهرجنو مظاهرچیانو په راولپېنډۍ کې د پوځ د مرکزي دفتر او په لاهور کې د کورکمانډر پر کور سربېره په یوشمېر ښارونو کې پر پوځي تاسیساتو کاڼي و اورول او پوځي یادګارونو ته یې زیان ورساوه.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG