د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن نقوي وايي د خیبر پښتونخوا حکومت ورسره د افغان کډوالو کیمپونو تړلو کې همکاري نه کوي


په خیبر کې تورخم ته پر تلونکي سړک د افغان کډوالو ګاډي ولاړ دي - د سېپټېمبر ۱۶مې انځور.
په خیبر کې تورخم ته پر تلونکي سړک د افغان کډوالو ګاډي ولاړ دي - د سېپټېمبر ۱۶مې انځور.

د پاکستان حکومت وايي، په ټول هېواد کې د کډوالو پاتې کیمپونه بندوي.

د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل، په بلوچستان، سیند او پنجاب کې د کډوالو کیمپونو بندول په کامیابۍ روان دي خو په وینا یې چې د خیبر پښتونخوا حکومت ورسره په دې لړ کې همکاري نه کوي.

هغه وویل، د خیبر پښتونخوا چارواکو ته یې د افغان کډوالو د پنډغالو تړلو ویلي، خو هغوی داسې نه کوي.

ده دا و نه ویل چې په پاکستان کې د افغان کډوالو څومره کیمپونه پاتې دي خو زیاته یې کړه چې حکومت د ټولو پنډغالو د تړلو پرېکړه کړې ده.

نقوي وویل، د ۲۰۲۵ز کال تر سېپټېمبره یې شاوخوا ۱.۶ مېلیونه افغانان له پاکستانه ایستلي دي.

د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې پولیسو ته یې ویلي چې "ناقانونه افغان کډوال" دې ونیسي او په زور دې یې افغانستان ته ولېږدوي. هغه د خپل دې کار د توجیه لپاره له نور سپیناوي یا وضاحت ورکولو پرته دعوه وکړه چې افغان وګړي په وروستیو کې په شویو حملو کې ککړ ول.

د پاکستان حکومتي چارواکو تر دې مخکې هم په "ترهګرۍ" کې د افغانانو د ککړتیا دعوې کړې دي خو په اسلام اباد کې د افغان کډوالو چارو حکومتي کمېشنر عباس خان د ۲۰۲۴ز کال په جون کې له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی وو چې افغان کډوال په پاکستان کې په ناامنۍ کې ککړ نه دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت لا د محسن نقوي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی خو تر دې مخکې یې ویلي چې د وفاقي حکومت د افغانانو د جبري اخراج تګلاره ناسمه ده. د صوبې پخواني اعلاوزیر علي امین ګنډه پور په اپرېل کې پولیسو او انتظاميې ته امر کړی وو چې افغان کډوال دې په زور نه باسي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو هم په بیا بیا له اسلام اباده غوښتي دي چې د نړیوالو قوانینو په درناوي دې کډوال په زور نه باسي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په لاهور کې خبري غونډې ته وینا کوي - د سېپټېمبر ۱۷مې انځور.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په لاهور کې خبري غونډې ته وینا کوي - د سېپټېمبر ۱۷مې انځور.

محسن نقوي تازه څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په وروستیو کې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو دعوه وکړه چې په اسلام اباد کې یې پولیسو پر کیمپ چاپه وهلې او سلګونه کسان يې نيولي دي.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ افغانان پاکستان ته ولاړل چې له هغه ځایه نورو هېوادونو ته ورشي. هغوی د افغانانو جبري اخراج پرضد له څو میاشتو راهیسې د اسلام اباد په ارجنټینا پارک کې پرلت وهلی وو چې د نومبر پر ۲۴مه پولیسو ورباندې چاپه ووهله.

پاکستان او ایران له ۲۰۲۳ز کال راهیسې د افغانانو ایستلو ته زور ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو دوو ادارو په وروستیو کې وویل چې د پاکستان حکومت د نومبر په پیل کې د یوې اونۍ په موده کې تر ۱۳،۰۰۰ زیات افغانان نیولي او په حراستخانو کې يې ساتلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او اېم) د نومبر پر ۱۴مه په ګډ راپور کې وویل، د روانې میاشتې له دویمې څخه تر اتمې پورې په پاکستان کې ټول "۱۳،۳۸۰ افغانان ونیول" شول چې دا شمېر "تر دې د مخکینۍ اونۍ پرتله ۷۲ سلنه زیاتوالی" ښيي.

د ملګرو ملتونو هغه ادارې وايي، په نیولیو او بندي شویو کې یې "۷۶ سلنه افغان تابعیت کارډ لرونکي او بې اسناده" وګړي او پاتې یې د یو اېن اېچ سي ار د مهاجرت (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) کارډ لرونکي ول.

راپور وايي، له هغو کسانو څخه یې "۴۳ فیصده په پنجاب، ۴۱ سلنه په بلوچستان" او نور د پاکستان په مختلفو برخو کې نیول شوي او په حراست کې ساتل شوي دي.

په راپور کې راغلي روان کال له پیل راهیسې د نومبر تر اتمې پورې په پاکستان کې څه باندې ۱۰۰،۰۰۰ افغانان نیول شوي او په حراست کې ساتل شوي دي.

یو اېن اېچ سي ار او د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، زیاتره کسان په حراست کې تر ساتلو وروسته هېواد ته لېږدول کېږي.

په نوښار کې په ټرک کې سپره یوه افغانه نجلۍ هېواد ته د ستنېدو پر مهال موسکۍ شوې ده - انځور له ارشیفه -
په نوښار کې په ټرک کې سپره یوه افغانه نجلۍ هېواد ته د ستنېدو پر مهال موسکۍ شوې ده - انځور له ارشیفه -

داراز، د ملګرو ملتونو د پرمختیايي چارو ادارې (یو اېن ډي پي) د نومبر پر ۱۲مه په خپل رپورټ کې وویل، په ۲۰۲۵ز کال کې تر ۲.۳ مېلیونه زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

یو اېن ډي پي وايي، له ایران او افغانستانه اکثره ستانه شوي خلک پیسې، سرپناه، کار او اسناد نه لري.

تر یو اېن ډي پي څو ورځې مخکې یو اېن اېچ سي ار هم ویلي ول چې په زور هېواد ته په لېږدول شویو افغانانو کې یې زیاتره له مناسبې مرستې او سرپناه بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو او مرستندویه چارو نړیوالو سازمانونو تر دې مخکې هم په بیا بیا پر پاکستان او ایران غږ کړی دی چې د افغانانو له جبري اخراجه دې ډډه وکړي.

داراز، د طالبانو حکومت هم له دواړو هېوادونو غوښتي دي چې افغانان دې په تدریجي ډول خپل هېواد ته ولېږدوي.

تهران او اسلام اباد د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو ادارو پر اندېښنو او د طالبانو د حکومت پر غوښتنو سربېره د افغانانو ایستلو ته دوام ورکړی دی او دا کار د خپل ملي امنیت په ګټه بولي.

پاکستان د سېپټېمبر له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د مهاجرت کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لرونکو د ستنولو بهیر ته دوام ورکړی دی.

یو اېن اېچ سي ار وايي، په پاکستان کې څه باندې ۱،۳۰۰،۰۰۰ افغانان پي او ار کارډرونه لري.

داراز، له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو هم دوام لري. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسانو د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.

XS
SM
MD
LG