پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر په بل بیان کې ویلي چې امنیتي سرتېرو د جولای پر ۱۹مه او ۲۰مه د بلوچستان په قلات کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس عملیات وکړل چې پر مهال یې له وسلوالو سره "سخته نښته وشوه" چې پکې څلور مشکوک وسلوال ووژل شول.
نوموړي د جولای پر ۲۰مه په کابل کې د ډېپلوماسۍ له انسټېټیوټه د ډېپلوماټانو د فراغت غونډې ته په وینا کې وویل، د طالبانو حکومت په بیا بیا د ایران له ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو غوښتي دي چې افغانان دې "په تدریج" هېواد ته ستانه کړي، خو داسې و نه شول.
اېن ډي اېم اې د جولای پر ۱۹مه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د کوټې، زیارت، شېرانیو، ژوب، بوري (لورالايي)، قلات، خضدار او سېوۍ په ګډون د بلوچستان او سیند په بېلابېلو برخو کې د ورښتونو امکان دی.
امریکا وايي، د مقاومت جبهې د پهلګام برید ذمه واري منلې وه چې په ۲۰۰۸ز کال کې په ممبۍ کې د لشکر طیبه تر حملو وروسته په هند کې پر "ملکیانو تر ټولو خونړی برید" وو.
د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ د جولای پر ۱۶مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي، تهران، چې غواړي شاوخوا څلور مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي، په تېرو اونیو کې سلګونه زره کسان له خپلې خاورې ایستلي دي.
داراز، یو مساپر چې نوم یې نه دی اخیستی هم ویلي دي چې درې وسلوال یې بس ته وروختل، د ټولو مساپرو شناختي کارډونه یې ولیدل، د پنجاب اوسېدونکي یې ښکته کړل او بیا یې لږ ساعت وروسته د ډزو اوازونه واورېدل.
د بشري حقونو چارو وکیلې ایمان زینب مزارۍ عدالتي اقدام ستایلی او اژانس ته یې ویلي دي چې ګڼ "ځوانان په درواغجنو مقدمو" کې تورنېږي چې دا کار ورته ټول عمري زیان رسوي ځکه چې په پاکستان کې د مذهب او د اسلامي مقدساتو د سپکاوي موضوع خورا حساسه ده.
په باجوړ کې ځايي خبریال بلال یاسر پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي چې د شېرزاده د جنازې لمونځ د جولای پر ۱۱مه سهار مهال وشو. نوموړي د جنازې د لمانځه انځورونه هم خپاره کړي چې پکې ګڼ خلک ښکاري.
مولانا خانزېب د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی او د دیني عالمانو د څانګې مشر وو. هغه له کلونو راهیسې په باجوړ کې د ناامنۍ او د بشري حقونو سرغړونو پرضد ولسي او سیاسي مبارزه کوله.
د طالبانو پر دې ټینګار سربېره چې هغه نړیواله محکمه په رسمیت نه پېژني، افغانستان د یو دولت یا ریاست په توګه د جنایتونو نړیوال عدالت غړی دی او امرونه یې ورباندې لازم الاجرا دي.
وفاقي او صوبايي حکومتونو د امنیت په موخه د پېښور، کواټ، ډېره اسماعیل خان، بنو، کوټې، اسلام اباد، کراچۍ او لاهور په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټ خدمات ځنډولي ول.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د نیول شویو کسانو د قضیو چټکولو په اړه د ایرانیو چارواکو پر بیانونو هم زښته اندېښنه ښوولې ده او ویلي یې دي چې له دې سره هغه کسان د مناسب قانوني بهیر له ترسره کېدو پرته د اعدام یا سزا له لا زیات خطر سره مخامخ شوي دي.
ای اېس پي ار دا دعوه پر داسې مهال کړې چې انتظاميې د جون پر ۲۸مه په میرلي کې د امنیتي سرتېرو پر ګاډي تر ځانمرګي برید برید وروسته اعلان وکړ چې په ضلع کې شپې مهال ګرځبندیز لګوي.
روسیې په تېرو شاوخوا څلورو کلونو په تدریجي ډول له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي. مسکو سږ کال په اپرېل کې طالبان د ترهګرو له نوملړه وایستل.
د اسماعیل جنازه د جولای پر دویمه ماخوستن مهال په بریکوټ کې وشوه چې ورته د سوات ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) سلیم جان، د پولیسو مشر او نور سرکاري چارواکي او ځايي وګړي ورغلي ول.
د وفاقي حکومت د اطلاعاتو دفتر د اپرېل پر ۳۰مه تر نیمې شپې وروسته د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر عطا الله تارړ له خولې په بیان کې ویلي دي چې پاکستان به په "هر صورت کې د خپلې خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع" کوي.
متقي له پرکاشه وغوښتل چې نوی دلی دې د افغانستان او هند ترمینځ د خلکو د "تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې" برابرې کړي او د "سوداګرو په شمول دې ناروغانو او محصلینو ته د ویزو ورکړه عادي حالت" ته وګرځوي.
د نوي دلي تر واک لاندې په کشمیر کې تر خونړي برید وروسته د اټومي وسلو لرونکو ګاونډیو هېوادونو ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.
په تېرو اونیو کې ګڼو افغانانو مشال راډیو ته ویلي دي چې له پاکستانه د ایستل کېدو پر مهال په لاره کې له بېلابېلو مشکلاتو او کړاوونو سره مخامخېږي. له پنجاب او سینده ایستل شوي افغانان داراز د چارواکو د ناسمې رویې شکایت هم کوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت سېکرټر وېکرم مېشري وویل، "تر هغو چې پاکستان په باوري ډول او په کلکه له پولې ها خوا د ترهګرۍ له ملاتړه لاس نه وي اخیستای، د ۱۹۶۰ز کال د اباسین د اوبو موافقه به سر له اوسه ځنډېدلې وي."
نور وښیئ