د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له هغو امریکا مېشتو افغانانو سره د مرستو ژمنه کړې چې افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو ملاتړ کړی وو


ټرمپ د جولای پر ۳۰مه په واشنګټن کې تر یوې غونډې وروسته له تالاره بهر روان دی.
ټرمپ د جولای پر ۳۰مه په واشنګټن کې تر یوې غونډې وروسته له تالاره بهر روان دی.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ ژمنه کړې چې حکومت به یې له هغو پناه غوښتونکو افغانانو سره د مرستو لارې چارې ولټوي چې په افغانستان کې یې د واشنګټن په مشرۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د شاوخوا ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو ملاتړ کړی وو.

نوموړي د جولای پر ۳۰مه په سپینه ماڼۍ کې د یوې قانوني مسودې تر لاسلیکولو وروسته خبري غونډې ته د وینا پر مهال د افغانانو د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، پوهېږي چې په هغوی کې "ډېری ښه کسان دي" او پکې داسې هم شته چې "ښايي ډېر ښه نه وي" خو ټینګار یې وکړ چې واشنګټن به هغو ته پام کوي چې د امریکا لپاره یې "کار کړی" دی.

ټرمپ د افغان کډوالو د مرستو څرنګوالي په اړه مشخص معلومات ور نه کړل خو زیاته یې کړه چې حکومت به یې له "شاوخوا ۹۰ سلنه" کسانو سره په امریکا کې د استوګنې دایمي اسنادو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول نو امریکا او نورو غربي هېوادونو لسګونه زره هغه افغانان وایستل چې د هغوی له ځواکونو او ادارو سره یې کار کړی وو او یا یې ژوند له خطر سره مخامخ وو.

ټرمپ د افغانانو په اړه د خپلې تګلارې له کبله د خپلو پوځیانو، بشري حقونو سازمانونو او فعالانو له انتقاد سره مخامخ دی.

د امریکا حکومت په مې میاشت کې اعلان وکړ چې د جولای له ۱۲مې څخه په هغه هېواد کې د مېشتو زرګونو افغان پناه غوښتونکو د "لنډمهاله خونديتوب حالت" لغوه کوي.

په امریکا کې د لنډمهاله خوندیتوب حق د هغو هېوادونو وګړو ته ورکول کېږي چې د وسلوالو شخړو یا طبيعي پېښو په څېر له داسې شرایطو سره مخامخ وي چې بېرته ورستنېدل يې ژوند په خطر کې اچوي.

په عمومي توګه د "لنډمهاله خوندیتوب حالت" تر ۱۸ میاشتو دوام کوي، خو د کورني امنیتي چارو وزیران یې نوی کولای شي.

د جولای پر ۲۲مه په امریکا کې د یو فېډرالي یا وفاقي عدالت قاضي د "موقت خوندیتوب حالت" د پای ته رسېدو د مخنیوي امر لغوه کړ.

د لنډمهالي خوندیتوب حالت شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې پای ته رسېدلی وو خو د کډوالو د حقونو د یوې ملاتړې ادارې شکایت یو عدالت دې ته اړ کړ چې د عملي کېدو موده یې د جولای تر ۲۱مې وغځويي.

د "افغان ایوک" په نوم امریکا ته د کډه شویو افغانانو د ملاتړ ادارې مشر شان وېنډایور په مې میاشت کې ویلي ول چې له امریکايي اقدام سره شاوخوا ۱۴،۶۰۰ امریکا مېشتي افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخامخېدای شي.

ډانلډ ټرمپ چې کله د روان کال په جنورۍ مياشت کې د دويم ځل لپاره د امريکا ولسمشر شو، نو ژمنه يې وکړه چې "ناقانونه" کډوال باسي.


XS
SM
MD
LG