د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د پهلګام برید په تړاو د "مقاومت جبهه" د ترهګرو ډلو په نوملړ کې اچولې


یو هندی سرتېری د کنټرول له کرښې سره نېږدې پوسته کې پهره کوي. هغه کرښه د نوي دلي او اسلام اباد تر واک لاندې کشمیر بېلوي - د مې ۱۹مې انځور.
یو هندی سرتېری د کنټرول له کرښې سره نېږدې پوسته کې پهره کوي. هغه کرښه د نوي دلي او اسلام اباد تر واک لاندې کشمیر بېلوي - د مې ۱۹مې انځور.

امریکا هغه کمه پېژندل شوې ډله د "بهرنیو ترهګرو" او "ځانګړو نړیوالو ترهګرو" په نوملړ کې اچولې چې په اپرېل کې د هند تر واک لاندې د کشمیر په پهلګام کې د خونړي برید لپاره پړه بلل کېږي.

هند هغه پېښه یو "ترهګر برید" بللی وو او پر پاکستان یې د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی وو.

اسلام اباد تر پېښې وروسته د ۲۵ هنديو او یو نیپالي سیلاني پر وژنه او د ۱۷ کسانو پر ژوبلېدو "اندېښنه" وښوده او په حمله کې یې د ککړتیا تور رد کړ.

د پهلګام پېښه د هند او پاکستان ترمینځ د څه باندې دوو لسیزو په موده کې د تر ټولو شدیدې شخړې لامل شوه او څو ورځې وروسته د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په مینځګړتوب اوربند وشو، خو د دواړو ګاونډیو هېوادونو تعلقات لا هم زښت خراب دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۱۷مه په بیان کې ویلي، "د مقاومت جبهه له لشکر طیبه ډلې ټوکېدلې او د هم هغې یوه نیابتي (پراکسي) ډله" ده.

بیان وايي، د مقاومت جبهې د پهلګام برید ذمه واري منلې وه چې په ۲۰۰۸ز کال کې په ممبۍ کې د لشکر طیبه تر حملو وروسته په هند کې پر "ملکیانو تر ټولو خونړی برید" وو.

بیان وايي، د مقاومت جبهې تر دې مخکې هم پر هندیو امنیتي ځواکونو د یوشمېر حملو ذمه واري منلې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا اقدام د "ملي ګټو ساتنې او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته" د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د حکومت د "ژمنتیا څرګندونه کوي" او د پهلګام برید په تړاو د ټرمپ د "انصاف" غوښتنه عملي کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنییم جیشنکر د جولای پر ۱۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې د واشنګټن اقدام ستایلی او زیاته کړې یې ده چې دا کار د "امریکا او هند ترمینځ د ترهګرۍ پر وړاندې د همکارۍ د کلک تایید" ښکارندويي کوي.

د پاکستان حکومت لا د امریکا اقدام په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

په جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ، وسلوالو ډلو او حملو په اړه معلومات غونډوونکې ناحکومتي څېړنیز مرکز (ساوت اېشیا ټېررېزم پورټل) وايي چې د مقاومت جبهه په ۲۰۱۹ز کال کې د هند تر واک لاندې د کشمیر د قانوني او اییني حیثیت بدلېدو په غبرګون کې جوړه شوې وه.

هغه دلي مېشتی مرکز وايي چې د مقاومت جبهه له پاکستان مېشتې وسلوالې ډلې لشکر طیبه څخه "ټوکېدلې" ده او ټولو مرکزي مشرانو یې له لشکر طیبه سره تړاو درلود.

رویټرز اژانس هم د پهلګام تر حملې وروسته د هندیو امنیتي ادارو په حواله ویلي ول چې د "مقاومت جبهه" چې د "کشمیر مقاومت" په نوم هم پېژندل کېږي، تر شا پاکستان مېشته سازمانونه لکه لشکر طیبه او حزب المجاهدین دي او هغه یې ورمخې ته کړې ده.

هغې ډلې د پهلګام برید ذمه وارۍ تر منلو وروسته نوی دلی د کشمیر د "ابادۍ جوړښت په بدلولو" او له ۲۰۱۹ز کال راهیسې هلته له ۸۵،۰۰۰ څخه د زیاتو "بهرنیانو" په مېشتولو تورن کړ.

د هند تر واک لاندې په کشمیر کې اکثریت د مسلمانانو دی خو په جمو او لداخ کې هندوان او د بودايي دین منونکي هم اوسي. د هغې سیمې د اییني حیثیت تر بدلېدو مخکې د هند د نورو برخو اوسېدونکو هلته ځمکه او جایداد نه شو اخیستای او په کشمیر کې یې د استوګنې دایمي اسناد هم نه شو ترلاسه کولای.

پر ۲۰۱۹ز کال د هند تر واک لاندې د جمو او کشمیر د کورواکۍ تر ختمېدو مخکې په شاوخوا درو لسیزو کې په سیمه کې د وسلوالو ډلو فعالیت او تاوتریخوالي له کبله له ۵۰،۰۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي ول.

د نوي دلي له ګام سره د هند اساسي قانون (ایین) تر کشمیره وغځېد. اسلام اباد د هغه اقدام سخت مخالفت کړی وو ځکه چې پاکستان او هند دواړه د کشمیر پر ملکیت دعوه لري او هغه سیمه په ۱۹۴۷ز کال کې د هند نیمه وچې له خپلواکۍ راهیسې لانجمنه ده. د کشمیر لانجې له کبله هند او پاکستان دوه جنګونه هم کړي دي.

اړوند

XS
SM
MD
LG