نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د افغانستان د خوست ولایت د تڼيو ولسوالۍ اړوند د نریزي سیمې اوسېدونکي په هغه سیمه کې د اوبو د یو اساسي بند د جوړولو غوښتنه کوي.
د خوست د موسی خېلو د زوړ کوټ اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د دوی سیمې ته غځېدلی سړک دې ورغول شي. د دوی په وینا، د لارې د خرابوالي له کبله خوست ښار ته د ناروغانو په لیږد کې د ځنډ په ګډون له نورو ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
په خوست کې د خصوصي سکټور په چوکاټ کې د کورنیو صنعتي او خوراکي توکو د تولیداتو او د کرنیزو محصولاتو درې ورځنۍ ملي نندارتون جوړ شوی دی. ځايي سوداګرو او تولیدي فابریکو د نندارتون په ۸۰ بېلابېلو لرګنیو غرفو کې خپل صنعتي او خوراکي تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته اېښودلي دي.
د سېپټېمبر په ۲۶مه په خوست کې د ځوانانو د کرکټ جام د ۲۰ اوریزه لوبو دویم پړاو پیل شو. د لوبو منتظمین وايي، دا سیالۍ د خوست په ګډون په څلورو ولایتونو کې ترسره کیږي
د خوست په تڼیو سرحدی ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور په چوکاټ کې د کرومایټو د پروسس یوې فابریکې فعالیت پیل کړ. ځايي مسوولین وايي چې یاده فابریکه هره ورځ د سل ټنه کرومایټو د پروسس ظرفیت لري
د خوست قومي مخور او ځوان فعالان غوښتنه کوي چې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په خاطر دې له رسنیو هر اړخیز ملاتړ وشي.
د سیمې اوسېدونکي د یاد سړک په ترمیم خوشاله دي او وايي، پخوا د دوی سیمې ته اساسي لاره نه وه او په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ ول. د سیمې خلک د لارې د يخېدو غوښتنه هم کوي.
د پښتو ژبې د شعر کره کتونکي د کاروان شاعري د اوبو او ورېښمو غوندې پسته او ملایمه ګڼي. پیرمحمد کاروان د اوس مهالو پښتنو شاعرانو په مینځ کې یو له هغو دی چې تر ټولو زیات لوستل کېږي.
د افغانستان په معاصر ادب کې پیرمحمد کاروان په نظم او نثر دواړو میدانونو کې نادره تخلیقات وړاندې کړي دي. د پښتو ژبې د شعر کره کتونکي د کاروان شعرونه د ورېښمو په شان نرم ګڼي.
په خوست کې د کرکټ دا نوې اکاډمي چې د وتلي افغان لوبغاړي مجیب الرحمان په نوم نومول شوې، مسوولین یې وايي، نویو استعدادونو ته د روزنې موقع ورکوي.
د افغانستان د خوست اوسیدونکي غوښتنه کوي چې د دې ولایت د خلبیسات بازار د خوړ له پاسه دې پل جوړ شي. دوی وايي، خلبیسات د خوست له
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي په ننګرهار، لغمان او نورستان کې هم زلزلې خلک اغېزمن کړي دي خو تر ټولو زیات ځاني او مالي تاوان یې د کونړ خلکو ته رسولی دی.
په خوست کې د نیمه لوړو روغتیايي زده کړو یو شمېر فارغان وايي، شاوخوا درې کاله کیږي چې له دوی د فراغت وروستۍ (اېګزېټ) ازموینه نه ده اخیستل شوې.
بیان وايي، د طالبانو حکومت "د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان د هوايي حریم نقض او ډېورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وگړو بمباري په کلکو ټکو غندي" او دا د هېواد د "ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکی عمل گڼي."
د پکتیا کروندګر وايي، سږ کال یې د هندواڼو حاصل ښه دی خو په کورني بازار کې یې نرخ کم دی نو ځکه یې ګټه هم لږه ده. دوی د پیداوار زیاتېدو لامل د څاڅکو په سېسټم د پټیو اوبه کول بولي. ویډیويي رپورټ.
د خوست په تڼیو کې له یوې نیمې میاشتې راهیسې د فوټبال روانې سیالۍد اګست پر ۲۲مه د متون نبي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. په سیالیو کې ۶۰ لوبډلو برخه واخیسته. منتظمین وايي، د سیالیو موخه په کلیوالو سیمو کې سپورټ ته وده ورکول او له نشو او نورو غیر صحي کارونو څخه د ځوانانو ګرځول ول. ویډيويي رپورټ.
د خوست په شیخ زاید لوبغالي کې د والیبال دوه میاشتنۍ سیالۍ روانې دي چې پکې د خیبر پښتونخوا په ګډون د بېلابېلو سیمو ۱۰ لوبډلې برخه اخلي. د اګست پر ۱۹مه لسګونو کسانو د لوبو د پیل په مراسمو کې ګډون وکړ. د سیالیو جوړوونکي وايي لوبې ځوانان ژوند کولو ته تشویقوي. نور حال په دې ویډيويي راپور کې وګورئ.
د خوست د ټنیو ولسوالۍ لسګونه وګړو په وروستیو کې د ښوونکو د وړوکي ښار د سړکونو او لارو د هوارولو لپاره اشر کړی دی. د لویې پکتیا په ولسونو کې اشر اوږده مخینه لري چې پکې ګڼ خلک برخه اخلي. د اشر لپاره د کار وسایل، شګه او نور شیان د ټنیو ښاروالۍ ورکړي ول. ویډيويي رپورټ.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې افغان سوداګرو د "تور الماس" په نوم د کورنیو توکو او کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون جوړ کړی وو چې د اګست پر ۱۴مه پای ته ورسېد. په نندارتون کې د ۱۰۰ کورنیو کارخونو تولیدات وړاندې شول. ویډيويي راپور وګورئ.
په خوست کې له روغتیايي مرکزونو فارغو شویو له اړوندو ادارو او نړیوالو بنسټونو څخه ورته د کار موقعو برابرولو غوښتنه کړې ده. دوی د اګست پر ۱۳مه د فراغت په غونډه کې وویل، پر اقتصادي ستونزو سربېره یې خپلې زده کړې بشپړې کړې خو کاري فرصتونه یا موقعې نه لري.
نور وښیئ