د خوست په صنعتي پارک کې د فابریکو لپاره د ودانیو جوړولو کار پیل شوی
د خوست په صنعتي پارک کې په لومړي ځل د فابریکو لپاره د ودانیو جوړولو کار پیل شوی دی. د خوست صنعتي پارک ته ۴۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. ټاکل شوې چې هلته شاوخوا ۲۰۰ لويې او مينځنۍ صنعتي فابریکې جوړې شي. په عين حال کې ځايي چارواکو د خوست پر بهرمېشتو او داخلي پانګوالو او همدارنګه پر سوداګرو او شتمنو کسانو غږ کړی چې د صنعت په برخه کې دې پانګونه وکړي. ويډيويي راپور