د لوګر ۱۲ کلیو ته وارداتي برېښنا ورکړل شوې
د افغانستان د لوګر ولايت د مرکز اړوند د بابوس سیمې ۱۲ کلیو ته وارداتي برېښنا ورکړل شوې ده. دا برېښنا د منځنۍ اسیا له هېوادونو افغانستان ته غځول شوې ده. ځايي چارواکي وايي، د برېښنا پر دې نوې شبکې ۴۴ مېلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د اوس لپاره به ورڅخه ۲،۰۰۰ پېرودونکي ګټه پورته کوي. د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او په لوېديځ کې ایران هغه هېوادونه دي، چې افغانستان ته ورڅخه وارداتي برېښنا غځېدلې ده. ويډيويي راپور