خوست کې د ولایتي لوبډلو ترمینځ د ۲۰ اووره کرکټ سیالۍ روانې دي
د سېپټېمبر په ۲۶مه په خوست کې د ځوانانو د کرکټ جام د ۲۰ اوریزه لوبو دویم پړاو پیل شو. د لوبو منتظمین وايي، دا سیالۍ د خوست په ګډون په څلورو ولایتونو کې ترسره کیږي او د هېواد د اتو ولایتونو څخه به یوه، یوه مخکښه لوبډله په کې برخه ولري. دوی وايي دا ډول لوبې د ځوانو استعدادونو مخې ته په راوستلو کې مهمه ونډه لري. نور حال د مشال راډیو د خبریال په راپور کې.