د پاکستان پوځ کورمه کې د عملیاتو پر مهال د ۲۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې ده

د پاکستان د پوځ یو سرتېري په کورمه کې د پهرې پر مهال - انځور له ارشیفه.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د "استخباراتي معلوماتو پر اساس د عملیاتو" پر مهال په "دوو جلا نښتو" کې د ۲۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۲۰مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې عملیات یې د نومبر پر ۱۹مه کړي دي.

بیان وايي، امنیتي ځواکونو د وسلوالو د "موجودګۍ اطلاع" ترلاسه کړې وه او "هدفي عملیات" یې کول چې پر مهال یې ورسره "سخته نښته" وشوه "۱۲ وسلوال" یې ووژل.

پوځ په بیان کې دا نه دي ویلي چې عملیات د کورمې په کومه برخه کې شوي دي خو وړاندې کاږي چې په هم هغه سیمه کې یې د وسلوالو د یوې بلې ډلې د موجودګۍ معلومات ترلاسه کړي ول او د عملیاتو پر مهال یې ۱۱ نور مشکوک وسلوال ووژل.

ای اېس پي ار په نښتو کې سرتېرو ته د مرګژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ویلي خو وژل شوي ټول کسان "د هند" ملاتړ لرونکي "خوارج" بللي دي.

پوځ دا اصطلاح اکثر د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، حافظ ګل بهادر او بلوڅ بېلتونپالو ډلو ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.

ټي ټي پي یا کومې بلې ډلې لا د پوځ د بیان په اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پوځ دعوه نه شي تاییدولای.

هند عموماً د پاکستان د پوځ دې ډول بیانونو ته غبرګون نه ښيي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا پر پاکستان تور پورې کړی دی چې د هغو وسلوالو ډلو ملاتړ کوي چې په هند او د نوي دلي تر واک لاندې جمو او کشمیر کې حملې کوي خو اسلام اباد دا تور ردوي.

له څلورو کلونو راهیسې د باجوړ او بنو په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

پوځ د نومبر پر ۱۹مه په بیان کې په باجوړ او بنو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د ۲۳ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

تر دې څلور ورځې مخکې د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر سجاد خان له خبریالانو سره په خبرو کې له ځايي امن لښکر سره په ګډو عملیاتو کې د اووه مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو ادارې د نومبر پر لومړۍ په خپل میاشتني رپورټ کې وویل، چې په هغه هېواد کې د روان ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو وژنې په "بې ساري" ډول زیاتې شوې.

رپورټ وايي، هغه میاشت په "ترهګرۍ ضد عملیاتو" کې ټول ۳۵۵ مشکوک وسلوال ووژل شول او د دومره زیاتو وژنو ساری په تېرو ۱۰ کلونو کې نه دی لیدل شوی.

اداره وايي، په اکتوبر کې په عملیاتو او وسلوالو بریدونو کې ۷۲ امنیتي سرتېري او ۳۰ ولسي وګړي هم ووژل شول.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.