د لاسرسي ځای

تازه خبر

سهېل اپرېدی وايي د تحقیقاتو وفاقي ادارې یې پاسپورټ بند کړی دی


د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدی وايي ورسره توپیري چلند کېږي. (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدی وايي ورسره توپیري چلند کېږي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا اعلاوزير سهېل اپرېدي ادعا کړې چې د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) یې پاسپورټ بند کړی دی.

سهېل اپرېدي د نومبر پر ۳۰مه په پېښور کې خبري غونډې ته وويل، د پاکستان د "نورو صوبو اعلاوزيران په دولتي الوتکو کې سفرونه کوي خو د خيبر پښتونخوا له اعلاوزير سره توپیري چلند کېږي او پاسپورټ یې په تور لېست" کې دی.

هغه تر دې مخکې هم ويلي ول چې پاسپورټ ترې اخیستل شوی دی.

وفاقي حکومت او اېف ای اې لا د نوموړي د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

خو په مرکز کې د مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ په مشرۍ اتحادي حکومت څو ځلې په خیبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف له حکومت سره د خپلو شدیدو اختلافانو ذکر کړی دی.

تحريک انصاف تور پورې کوي چې وفاقي حکومت او پوځ یې مشر او پخوانی وزيراعظم عمران خان پر سیاسي بنیادونو په بند کې اچولی چې د کورنۍ غړي او اعلاوزیر سهېل اپرېدی ورسره ملاقات ته نه پرېږدي.

خو د پاکستان حکومت دا تورونه ردوي او وايي عمران خان د درغليو په تور سزا شوی دی.

XS
SM
MD
LG