د سري لنکا پلازمېنې کولمبو یوشمېر برخې لوی سېلاب لاندې کړې دي او پکې د وژل شویو او ورکو کسانو شمېر لا زیات شوی دی.
د نومبر ۲۹مې سېلاب تر هغې وروسته راغلی چې یو زورور سمندري توپان د مسلسلو او سختو بارانونو او د کمرونو نړېدو لامل شو.
رويټرز او د فرانسې خبري اژانسونه د چارواکو په حواله وايي، د بارانونو پر مهال په پېښو او سېلابونو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.
د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په سېلابونو او نورو پېښو کې ۲۲۸ تنه ورک دي. اداره وايي، د "ډېټواه" په نامه د توپان له وجې له یوې اونۍ راهیسې بارانونه روان دي.
چارواکي وايي، بارانونو او سېلابونو د هېواد مرکزي سیمو ته تر ټولو ډېر زيان اړولی دی. د سري لنکا ولسمشر انورا کومارا دېسانایکې د نومبر پر ۲۹مه بیړنی حالت اعلان کړ او د نړیوالو مرستو غوښتنه یې وکړه.
پاکستان او هند د سري لنکا له ناورین ځپلو سره د مرستو لپاره سامانونه لېږدولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جنوب ختیزې اسیا په بېلابېلو هېوادونو کې په دې وروستیو څو اونیو کې سېلابونو سلګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې او زرګونه کسان یې بې کوره کړي دی.
په انډونیزیا (انډونیشیا) کې هم چارواکي وايي چې په تېره یوه اونۍ کې د سېلابونو او د ځمکې ښویېدو پېښو کې تر دې مهاله له ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. په یاد هېواد کې د قدرتي افتونو پر وړاندې ادارې د نومبر پر ۲۹مه ویلي چې یوازې په شمالي سوماترا کې ۱۱۶ کسان وژل شوي دي.
اخوا چارواکو د نومبر پر ۲۷مه وویل، له يوې اونۍ راهیسې د بارانونو پر مهال پېښو او سېلابونو په تایلینډ کې هم لږ تر لږه ۵۵ او په ګاونډي هېواد مالیزیا (ملایشیا) کې دوه کسان وژلي دي او لسګونه زره خلک د ژغورنې مرکزونو ته تللي دي.
د هوا پېژندنې ادارې په وینا، په جنوب ختیزه اسيا کې اقلیمي بدلون ښايي د نورو ورښتونو او سېلابونو لامل شي.