د بلوجستان د بارکان ضلعې په رکڼۍ ښارګوټي کې چاودنې د يوماشوم په ګډون دوه کسان وژلي او ۱۲ نور يې ژوبل کړي دي.
د رکڼۍ ښارګوټي د پوليسو مشر ابرار هاشمي مشال راډيو ته وويل چې چاودنه د جون پر ۱۶ مه ماسپښين مهال شوې ده. د ده په خبره په ژوبلو کې د درې کسانو حالت ښه نه دی.
ابرار وايي ابتدايي معلومات ښيي چې دا رېموټ کنټرول بمي چاودنه وه چې چاودونکي توکي په يو موټرسايکل کې اېښودل شوي وو.
پوليس او ځايي لېويز چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي او پلټنې يې پيل کړي دي. لا هم کومې وسله والې ډلې د پېښې زمه واري نه ده منلې خو په بلوچستان کې زیاتره وخت د داسې پېښو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې پر غاړه اخلي.