د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د وسلوالو په ډزو کې د ۱ افسر په ګډون ۲ پولیس وژل شوي دي


په بلوچستان کې یو سرتېری د سړک تر غاړې پهره ورکوي - د مې ۲۱مې انځور.
په بلوچستان کې یو سرتېری د سړک تر غاړې پهره ورکوي - د مې ۲۱مې انځور.

د بلوچستان په مستونګ کې وسلوالو د پولیسو پر یو ګاډي برید کړی دی چې پکې د یو افسر په ګډون دوه پولیس وژل شوي او دوه ژوبل دي.

د مستونګ تاڼېدار رووف شاهواني مشال راډیو ته وویل، د پولیسو قافله د جولای پر ۱۸مه له قلات څخه د کوټې پر لوري روانه وه چې په مستونګ کې ورباندې وسلوالو ډزې وکړې.

دی وايي، په برید کې مرستیال ډي اېس پي عبدالرزاق سواتی هم ژوبل شوی وو چې په روغتون کې یې سا ورکړه.

شاهوانی وايي، په میر غوث بخش رییساني روغتون کې د ژوبلو سرتېرو درملنه روانه ده.

دی زیاتوي، پولیس او د ملېشې سرتېري د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي خو لا یې څوک نیولي نه دي.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په بلوچستان کې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او د بلوڅ بېلتونپالو په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې وخت په وخت حملې کوي.

د جولای پر ۱۶مه وسلوالو په قلات کې پر مساپر لېږدوونکي بس برید کړی وو چې پکې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او اووه ټپیان ول.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې (بلوچ لېبرېشن ارمي یا بي اېل اې) د حملې ذمه واري منلې وه. هغې ډلې تر برید څو ساعته وروسته رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې وه چې په بس کې یې سپاره "۲۷ پاکستاني پوځیان وژلي" او یوشمېر نور یې ژوبل کړي دي.

خو د بلوچستان حکومت دا ادعا رد کړې وه او ویلي یې ول چې په بس کې سپاره زیاتره کسان قوالان او موسیقاران ول چې د موسیقۍ په یو محفل کې د ګډون لپاره کوټې ته روان ول.

تر دې څو ورځې مخکې هم وسلوالو په پښتون مېشته سیمه ژوب کې له مساپر لېږدوونکو بسونو څخه نهه تنه، چې د پنجاب اوسېدونکي ول، ښکته کړل او و یې وژل.

پر هم هغه ورځ وسلوالو په قلات کې په معدنیاتو بار دوه لارۍ وسوځولې او په مستونګ کې یې سرکاري ګاډي ونیول. د هغو حملو ذمه واري چا نه وه منلې.

د بلوچستان حکومت د جولای پر نهمه او ۱۰مه نېټه د امنیتي ګواښونو له کبله له کوټې د پاکستان نورو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ ځنډولی وو.

د پاکستان وزیراعظم میا محمد شهباز شریف د مارچ پر ۲۷مه په یو بیان کې ویلي ول چې وسلوال د بلوچستان د "سولې او پرمختګ دښمنان" دي او زیاته کړې یې وه چې هغوی به خپلو موخو ته په رسېدو بریالي نه شي.

په همدې حال کې د پاکستان پوځ او حکومت وايي چې د بلوچستان په ګډون په ټول هېواد کې د وسلوالو پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG