د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ د ترهګرۍ ضد بیل منظوري ورکړه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د بلوچستان اسمبلۍ د ترهګرۍ ضد د ترمیم شوې بیل منظوري ورکړېده چې له مخې یې ریاستي ادارې د ترهګرۍ په تور نیول شوی مشکوک کس تر درو میاشتو پورې په بند کې ساتلی شي.

د جون پر څلورمه په منظور شويې ترمیمي مسوده کې دا هم ویل شوي دي چې ریاستي ادارې له ترهګرو سره په مرسته تورن کسان هم تر ۹۰ ورځو پورې له ځانه سره ساتلی شي.

د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر کېپټن عبدالخالق اڅکزي د جون پر څلورمه د دې ترمیمي مسودې په اړه مشال راډیو ته وویل چې د نوي قانون له پلې کېدو سره به په بلوچستان صوبه کې د ترهګرۍ پېښې کمې شي. نوموړي وړاندې وویل اوس به د هغو کسانو نومونه د ورکو کسانو په لیسټ کې نه لیکل کېږي چې د ترهګرۍ په موخه غرونو ته خېژي.

خو بل پلو بلوچستان اسمبلۍ ته د ترهګرۍ ضد د نوې ترمیمې بیل د وړاندې کېدو پر مهال د حزب اختلاف یو غړي مولانا هدایت الرحمان د بیل مخالفت وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د مسودې د بشپړې مطالعې لپاره دې ورته وخت ورکړل شي.

مولانا هدایت الرحمان د جون په پینځمه مشال راډیو ته وویل، دا قانون ظاهراً سم معلومېږي خو د دې خبرې ضمانت ګران دی چې پر نیول شویو کسانو به تشدد نه کېږي. هغه وايي: "د دې قانون د ناسمې کارونې امکانات زیات دي. کله چې یو څوک ونیول شي او د ترهګرۍ ضد پولیسو ته وسپارل شي نو هغوی پرې تشدد کولی شي."

د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي د جون پر څلورمه په یو بیان کې وویل چې د لادرکو بلوڅانو مسله به اوس حکومت له دې لارې هواروي.

په ورته وخت کې د لادرکو بلوڅانو اتحادیې د نوي قانون مخالفت کړی دی. دوی وايي دا امکان شته چې د قانون په پلمه له لادرکو کسانو سره زور زیاتی وشي. د لادرکو بلوڅانو د ټولنې یو مشر نصرالله بلوڅ د جون په پینځمه مشال راډیو ته وویل: "نوی قانون به ریاست ته په خلاص مټ د خلکو د اوچتولو او له ځانه سره د ساتلو لاره برابره کړی. په دې توګه به د لادرکو کسانو لپاره مبارزه هم په وقتي ډول سړه شي."

خو ځیني شنونکي وايي که د ترهګرۍ ضد قانون په سمه توګه وکارول شي، د بلوچستان صوبې امنیت ښه کېدلی شي.

بلوڅ ملتپال تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو په لسګونه زره بلوڅ فعالان لادرکه کړي او زرګونه نور یې وژلي دي. خو د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو تل داسې تورونه رد کړي دي او وايي چې د جبري بې درکیو مسلې هواري لپاره يو سرکاري کمېشن موجود دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG