د امريکا حکومت تر هغې وروسته افغان پاسپورټ لرونکو ته د وېزو د ورکولو بهیر ځنډولی دی چې يو افغان وګړي په واشنګټن ډي سي کې پر دوو سرتېرو ډزې وکړې. له ژوبلو دوو سرتېرو څخه یوه یې سارا بېکسټروم وه چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر ۲۹مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي دي چې دا ګام د امریکا د ملي امنیت او عامه خوندیتوب د ساتنې لپاره اخېستل شوی دی. په پیغام کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په فوري ډول د هغو وګړو پر پاسپورټونو د وېزو لګولو بهیر ځنډوي چې غواړي پر افغان پاسپورټونو سفر وکړي. په بیان کې دا هم راغلي چې وزارت د امریکا د ملي امنیت او ولسي خوندیتوب لپاره ټول ضروري اقدامات کوي.
په همدې حال کې د افغان ایواک په نامه یو سازمان چې په امریکا کې د افغان کډوالو ملاتړ کوي، په یوه اعلامیه کې د افغانانو په وړاندې د امریکايي وېزو د ورکړې د ځنډولو پرېکړه جدي بې عدالتي بللې ده.
دغه سازمان د نومبر په ۲۹مه په یو بیان کې ویلي چې دا په مستقیم ډول د فدرالي قانون او د محکمې د امر خلاف اقدام دی.
تر دې وړاندې د نومبر پر ۲۷مه د امريکا د شهریت او کډوالو چارو ادارې (یو اېس سي ای اېس) هم اعلان کړی وو چې د افغان کډوالو د پناه اخیستو بهیر یې درولی دی. هغې ادارې پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) ليکلي وو، دا پروګرام سمدستي دروي ځکه چې د خپلو وګړو امنيت ورته ډېر ارزښت لري.
همدا رنګه د امريکا د شهریت او کډوالو چارو ادارې (یو اېس سي ای اېس) د نومبر پر ۲۸مه په یو بل بیان کې ویلي وو، هغو کسانو ته به ورکړل شوي ګرین کارتونه بیا وڅېړي چې له ۱۹ هېوادونو امریکا ته کډوال شوي دي. په دې ۱۹ هېوادونو کې افغانستان هم شامل دی.
د نومبر پر ۲۶مه د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې وويل چې يو افغان وګړي په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې کړې دي او دوه سرتېري یې سخت ژوبل کړي دي. د امريکا د پلټنو وفاقي ادراې (اېف بي ای) رسنيو ته په استولیو معلوماتو کې ويلي ول چې بریدګر رحمان الله لکڼوال نومېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې له بریدګر سره بايد حساب کتاب وشي، خو باید ټولو افغانانو ته يې سزا ور نه کړل شي.
د امریکا د ملي ګارډ په دوه سرتیرو تر برید او د افغان کډوالۍ د ځانګړو وېزو د ځنډ دا پرېکړه داسې مهال شوې چې لا هم زرګونه افغانان د پاکستان په ګډون په درېیمو هیوادونو کې د امریکايي ویزو په تمه شپې سبا کوي.
دغه افغانان چې اوس مهال له پاکستانه هم د جبري ډیپورټ له ګواښ سره مخامخ دي وايي، که افغانستان ته ستانه کړل شي هلته یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ دی.