د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ځوانانو د کونړ زلزله ځپلو ته د مرستو ټولول پیل کړي دي


د خوست ځوانانو د کونړ زلزله ځپلو ته د مرستو ټولول پیل کړي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00

د افغانستان په ختیزو ولایتونو کې راغلې زلزلې د هېواد د نورو برخو خلک هم غمجن کړي دي. د خوست ولایت ځوانان د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه د ښار په واټونو او بازارونو کې وګرځېدل او د زلزله ځپلو لپاره یې مرستې ټولې کړې. په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي په ننګرهار، لغمان او نورستان کې هم زلزلې خلک اغېزمن کړي دي خو تر ټولو زیات ځاني او مالي تاوان یې د کونړ خلکو ته رسولی دی. دوی وايي د سېپټېمبر تر دوهمې نېټې پورې له ۸۰۰ د زیاتو کسانو مړینه او له ۳،۰۰۰ د زیاتو ژوبلېدل تاییدولی شي. هلته د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د سېپټېمبر په دویمه نېټه د پرېوتو کورونو له خاورو او ګټو لاندې د ایسار پاتې کسانو لټون دوام لري. د مشال راډیو خبریال راپور لري.

XS
SM
MD
LG