نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د افغانستان د خوست ولایت په پينځو سرحدي ولسوالیو کې د خلکو لپاره پر ۳۸ رغنیزو پروژو کارونه پیل شوي دي. پر یادو پروژو ۱۲۰ مېليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د پوهنې، اوبو لګولو، کلیوالي خدمتونو او د لارو د جوړیدو په برخو کې ترسره کیږي.
د افغانستان په خوست ولايت کې د کرکټ لوبغاړي وايي چې دوی ته دې په هغه ولایت کې د کرکټ د معیاري او مسلکي زدکړو زمینې برابرې شي. دوی زیاتوي، ځايي ځوانان کرکټ ډېر خوښوي، خو د کرکټ شته اکاډمۍ او د لوبو میدانونه تر اړتیا لږ دي.
د خوست د باک ولسوالۍ اوسېدونکي د دې سیمې د زیتون (ښوون) د ونو پیوندولو غوښتنه کوي. دوی زیاتوي، یاده سیمه د زیتونو پرېمانه طبعي ونې لري، خو دا چې شنډې دي، نو دوی ته ورڅخه څه ګټه په لاس نه ورځي.
د پکتیا باغوانان وايي چې سږ کال يې د مڼو فصلونه او معیار ښه شوي دي، خو البته قیمتونه يې د نورو کلونو په شان ټیټ دي او دوی ته پکې زیاته ګټه نه پاتې کېږي. دوی له چارواکو او پانګوالوغوښتنه کوي چې په پکتیا کې دې سړې خونې او د مڼو او نورو تازه میوو د پروسس کارخانې جوړې کړي.
د افغانستان د خوست ولایت د تڼيو ولسوالۍ اړوند د نریزي سیمې اوسېدونکي په هغه سیمه کې د اوبو د یو اساسي بند د جوړولو غوښتنه کوي.
د خوست د موسی خېلو د زوړ کوټ اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د دوی سیمې ته غځېدلی سړک دې ورغول شي. د دوی په وینا، د لارې د خرابوالي له کبله خوست ښار ته د ناروغانو په لیږد کې د ځنډ په ګډون له نورو ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
په خوست کې د خصوصي سکټور په چوکاټ کې د کورنیو صنعتي او خوراکي توکو د تولیداتو او د کرنیزو محصولاتو درې ورځنۍ ملي نندارتون جوړ شوی دی. ځايي سوداګرو او تولیدي فابریکو د نندارتون په ۸۰ بېلابېلو لرګنیو غرفو کې خپل صنعتي او خوراکي تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته اېښودلي دي.
د سېپټېمبر په ۲۶مه په خوست کې د ځوانانو د کرکټ جام د ۲۰ اوریزه لوبو دویم پړاو پیل شو. د لوبو منتظمین وايي، دا سیالۍ د خوست په ګډون په څلورو ولایتونو کې ترسره کیږي
د خوست په تڼیو سرحدی ولسوالۍ کې د خصوصي سکټور په چوکاټ کې د کرومایټو د پروسس یوې فابریکې فعالیت پیل کړ. ځايي مسوولین وايي چې یاده فابریکه هره ورځ د سل ټنه کرومایټو د پروسس ظرفیت لري
د خوست قومي مخور او ځوان فعالان غوښتنه کوي چې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي په خاطر دې له رسنیو هر اړخیز ملاتړ وشي.
د سیمې اوسېدونکي د یاد سړک په ترمیم خوشاله دي او وايي، پخوا د دوی سیمې ته اساسي لاره نه وه او په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ ول. د سیمې خلک د لارې د يخېدو غوښتنه هم کوي.
د پښتو ژبې د شعر کره کتونکي د کاروان شاعري د اوبو او ورېښمو غوندې پسته او ملایمه ګڼي. پیرمحمد کاروان د اوس مهالو پښتنو شاعرانو په مینځ کې یو له هغو دی چې تر ټولو زیات لوستل کېږي.
د افغانستان په معاصر ادب کې پیرمحمد کاروان په نظم او نثر دواړو میدانونو کې نادره تخلیقات وړاندې کړي دي. د پښتو ژبې د شعر کره کتونکي د کاروان شعرونه د ورېښمو په شان نرم ګڼي.
په خوست کې د کرکټ دا نوې اکاډمي چې د وتلي افغان لوبغاړي مجیب الرحمان په نوم نومول شوې، مسوولین یې وايي، نویو استعدادونو ته د روزنې موقع ورکوي.
د افغانستان د خوست اوسیدونکي غوښتنه کوي چې د دې ولایت د خلبیسات بازار د خوړ له پاسه دې پل جوړ شي. دوی وايي، خلبیسات د خوست له
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي په ننګرهار، لغمان او نورستان کې هم زلزلې خلک اغېزمن کړي دي خو تر ټولو زیات ځاني او مالي تاوان یې د کونړ خلکو ته رسولی دی.
په خوست کې د نیمه لوړو روغتیايي زده کړو یو شمېر فارغان وايي، شاوخوا درې کاله کیږي چې له دوی د فراغت وروستۍ (اېګزېټ) ازموینه نه ده اخیستل شوې.
بیان وايي، د طالبانو حکومت "د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان د هوايي حریم نقض او ډېورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وگړو بمباري په کلکو ټکو غندي" او دا د هېواد د "ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکی عمل گڼي."
د پکتیا کروندګر وايي، سږ کال یې د هندواڼو حاصل ښه دی خو په کورني بازار کې یې نرخ کم دی نو ځکه یې ګټه هم لږه ده. دوی د پیداوار زیاتېدو لامل د څاڅکو په سېسټم د پټیو اوبه کول بولي. ویډیويي رپورټ.
د خوست په تڼیو کې له یوې نیمې میاشتې راهیسې د فوټبال روانې سیالۍد اګست پر ۲۲مه د متون نبي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. په سیالیو کې ۶۰ لوبډلو برخه واخیسته. منتظمین وايي، د سیالیو موخه په کلیوالو سیمو کې سپورټ ته وده ورکول او له نشو او نورو غیر صحي کارونو څخه د ځوانانو ګرځول ول. ویډيويي رپورټ.
نور وښیئ