په ایران کې د هوا ککړتیا خطرناک کچ ته رسېدلی ده چې له کبله يې چارواکي اړ شوي چې ښوونځي وتړي او د ټرکونو پر چلېدو بنديز ولګوي.
حکومتي شمېرې ښيي چې د هوا د ککړتیا له وجې هرکال په لسګونه زره کسان مري.
د مشال رېډیو د خبر مرکزي څانګې خبریال کیان شریفي د دې ستونزې لاملونه سپړي.