چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په سوات کې یوه مېرمن په ناموسي پېښه کې وژل شوې او په اېبټ اباد کې پر یوې ۱۳ کلنې ماشومې لومړی جنسي تېری شوی او بیا وژل شوې ده.
د سوات د کبل سیمې د پولیسو یو مشر (ډي اېس پي) امجد خان د جولای پر اتمه مشال راډیو ته وویل، په همدې ورځ د روزینې په نوم یوه مېرمن چې له خاوند نه د طلاق اخیستو په قضیه کې عدالت ته ورغلې وه، د خپل زوی رومل خان لخوا په ډزو وژل شوې ده. نوموړی وايي، قاتل اعتراف کړی او ویلې یې دي چې مور یې له پلاره جدا شوې وه، په دالارمان کې وسېده او خلکو ده ته پیغور ورکاوه نو ځکه یې ووژله.
پولیس وايي د ملزم پر ضد د غیرت په نامه د قتل مقدمه درج شوې ده.
هلته په ایبټ اباد کې د میرپور تاڼې پولیسو د جولای پر اوومه مشال راډیو ته ویلې دي چې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ اقرا د جولای پر پینځمه اول د جنسي تېري ښکار شوې او بیا وژل شوې ده. پولیس وايي د نجلۍ پلار رضوان احمد په راپور یې د حبیب الله کالونۍ اوسېدونکی حارث لطیف نیولی دی. پولیس وايي ډاکټرانو د دې خبرې پخلی کړی دی چې پر دغې ماشومې جنسي تېری شوی دی.
پولیس وايي له نیول شوي کس نه یې پلټنې روانې دي.
د ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکی تنظیم ساحل وايي په ۲۰۲۴ز کال کې په ټول پاکستان کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۳۳۶۴ پېښې ثبت شوې وې.