خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.
په خیبر پښتونخوا کې د معذورۍ ښکار کسان وايي، د ټولنې د وګړو د ناسمې رویې تر څنګ د حکومت له پامه هم بې برخې دي. دوی وايي، په ځانګړو څوکیو هم دندې نه شي ترلاسه کولای او په ګاډو کې په تګ راتګ کې هم له ستونزو سره مخامخ دي. پر دې موضوع تفصیل په دې ځانګړې خپرونه کې.
د خیبر پښتونخوا د اېچ ای وي، تور ژیړي او تېلېسیمیا ناروغیو د مخنیوي او علاج لپاره حکومتي اداره وايي، په هغه صوبه کې څه باندې ۹،۰۰۰ کسان په اېچ ای وي اخته دي او ځینې یې اېډز شوي دي.
د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) یو چارواکي عرفان الله مشال راډیو ته وویل، پېښه د جولای پر ۱۰مه د مندڼ امازیو تحصیل په کنډرو سیمه کې شوې ده.
راپور وايي بارانونو ټول ټال ۷۵ کورونو ته هم زیان اړولی دی چې پکې ۱۱ په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د پوليو مخنیوي پروګرام ادارې د جون پر ۲۷مه په یو بیان کې ویلي چې دا ماشوم د ټانک په اماخېل یونېن کونسل کې پولیو وهلی دی
د خيبر پښتونخوا د ژغورنې او مرستندويه چارو ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) وياند بلال فیضي د جون پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا کسان په ټرافیکي حادثه، اورلګېدنې، ډزو او ډوبېدو پېښو کې وژل شوي دي.
په پاکستان کې وخت په وخت هغه نجونې او مېرمنې وژلې شوې دي چې پر ټولنیزو رسنیو ځلېدلې وې. تازه تازه د جون په درېیمه ۱۷ کلنه ثنا یوسف په اسلام اباد کې په ډزو ووژل شوه.
په داسې حال کې چې پاکستان د بې اسناده او افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو ستنولو ته دوام ورکړی دی، په خیبر پښتونخوا کې مېشتو ښځو او نجونو له اسلام اباده غوښتي دي چې له هېواده دې یې نه باسي. دا ځانګړی رپورټ د یوې افغانې ښځې په غږ پیلېږي.
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند وايي د پاکستان له حکومت سره یې د افغانانو پر برخلیک خبرو ته دوام ورکړی دی.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا او سيند کې کې ۱۸، ۱۸ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
هغې ادارې د نومبر پر ۲۸مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د نومبر پر ۲۷مه په ډېره اسماعيل ضلع کې د یو هلک د وینو په نمونو کې پولیو وایرس تایید کړی دی.
په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
د خیبر پښتونخوا په چترال کې یوشمېر ښځو د سبزیو کښت پیل کړی دی. هغه ښځې وايي چې په دې برخه کې ورسره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي چارو ادارې (یو اېن ډي پي) مرسته کړې ده. د چترال اوسېدونکي وايي چې د هغې پروژې له برکته هم په کور کې تازه سبزۍ کاروي او هم یې په بازار خرڅوي. ویډيويي رپورټ.
دا اعلامیه تر هغې وروسته خپره شوې چې د خيبر پښتونخوا د پرایمري سکولونو استادانو د نومبر له پینځمې راهیسې د پېښور په جناح پارک کې احتجاجي پرلت وهلی
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۲، په سیند کې ۱۲، په خیبر پښتونخوا کې اووه او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
هغې ادارې د اکتوبر پر ۲۳مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې وویل چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د کواټ د یو ماشوم د وینې په نمونو کې پولیو وایرس تایید کړی دی چې ورسره سږ کال په هغه ضلع کې د ګوزڼ د پېښو شمېر دوه او په پاکستان کې یې ټولیز شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.
نور وښیئ