نجيب عامر د افغانستان او پاکستان په اړه رپورټونه جوړوي. هغه اوونیزې خپرونې وړاندې کوي چې پکې "د مشال راډیويي مجله" او "د مشال په نوم" هم شاملې دي.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي د کونړ په هغو غرنیو سیمو کې کمانډو ځواکونه د زلزله ځپلو د مرستې لپاره ښکته کړل شوي دي چې لارې یې خرابې دي او رسېدل ورته ناشوني دی. د فرانسې خبري اژانس په راپور کې نور تفصیل وګورئ.
پاکستان د اګست تر ۲۹مې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د هغو تورونو ځواب نه دی ویلی چې وايي، پاکستاني ډرون الوتکو په خوست او ننګرهار کې په بریدونو کې درې کسان وژلي او نهه یې ژوبل کړي دي.
بل پلو د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم له زېلېنسکي او اروپايي مشرانو سره تر ټیلېفوني خبرو وروسته په ټروت سوشل لیکلي دي چې که د اګست پر ۱۸مه د هغه او زېلېنسکي ترمینځ خبرې ښې پرمخ ولاړې نو بیا به د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره هم د یو ملاقات مهالوېش جوړ کړي.
ټرمپ او پوتین دواړو په خپلو نږدې درې دقیقې خبرو کې هېڅ وضاخت ورنه کړ چې په کومو خبرو کې سره موافقې ته رسېدلي دي او کومې نقطې داسې وې چې پرې کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت بیان وړاندې لیکي، اسلام اباد به د کییف له چارواکو سره د دې موضوع د سپیناوي په موخه په اړیکه کې شی.
د پاکستان جیونیوز تلویزون د خیبر پښتونخوا د پولیسو د مشر (انسپکټر جنرل) ذوالفقار حمید په حواله لیکلي دي چې د وسلوالو پر ضد به د هغوی عملیات روان وي
د ټرانس افغان رېللارې د پروژې د تطبیق درې اړخیزه توافق د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د سیمه ییز تجارت د پیاوړتیا او د پاکستان له بندرونو سره د مرکزي اسیا د وصلولو په هدف لاسلیک شو.
مولانا خانزېب د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی او د دیني عالمانو د څانګې مشر وو. هغه له کلونو راهیسې په باجوړ کې د ناامنۍ او د بشري حقونو سرغړونو پرضد ولسي او سیاسي مبارزه کوله.
ډانلډ ټرمپ وايي د جولای پر درېیمه یې له ولاديمیر پوتین سره پر ټیلیفون خبرې وکړې خو دا خبرې د هغه لپاره ناهیلې کوونکې وې: "هغه همداسې د خلکو وژلو ته دوام ورکول غواړي، دا ښه خبره نه ده."
هارون باچا په دې کنفرانس کې د پښتو موسیقۍ د انسټیټیوټ په استازیتوب ګډون وکړ.
رایټرز اژانس لیکي، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ چې د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر سره یې د غرمې د ډوډۍ پر مهال ولیدل دا هم وویل چې پر دې ملاقات ویاړي او په ترڅ کې یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ایران په اړه هم خبرې کړې دي.
راپورونه وايي، د جون د ۱۷مې او ۱۸ نېټې په منځنۍ شپه ایران د اسراییلو په تل ابیب ښار توغندي ورولي دي او اسراییلو بیا د ایران د تهران تر څنګ پر اصفهان ښار هم بریدونه پیل کړي دي.
د مشال راډیو ایرانۍ څانګه (راډیو فردا لیکي) چې ایران د جون پر ۱۳مه پر اسراییلو ځوابي برید کې ۲۰۰ بالستیک توغندي توغولي دي او په تل ابیب ښار کې یوه لویه چاودنه هم شوې ده.
د فرانسې خبري اژانس د هند د ملکي هوايي ادارې د چارواکو په حواله لیکلي دي چې په الوتکه کې د مساپرو او عملې په ګډون ټول ۲۴۲ کسان سپاره ول.
د ډار، وانګ او متقي په ليدنه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د دغو دریو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو شپږمه غونډه به په نېږدې راتلونکي او مناسب وخت کې په کابل کې جوړه شي.
دا تر هغه وروسته ده چې د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د پاکستان او د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) ترمينځ د اووه اربه ډالرو پور لپاره د کارکوونکو يا سټاف په کچ نوی تړون لاسلیک شوی وو.
دا تر هغې وروسته ده چې د يوناني ساحل ساتونکو په وینا، د ډېسېمبر پر ۱۴مه لږ تر لږه پينځه کسان وروسته تر هغه مړه وموندل شول او لسګونه نور ورک شول چې د دوی د لرګیو کښتۍ د یونان په جنوبي ټاپو ګافدوس کې ډوبه شوه.
نور وښیئ