نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د ژغورنې ادارې په مرسته زخمیان او مړي له کندې راویستل شوي دي. دوی وايي دا ټول د کوهستان سیمې اوسېدونکي وو.
د پولیسو مشر شاهي بخت وايي په درج شوي رپورټ کې ښځې شکایت کړی وو چې لور یې چې د شپږو کالو د یو ماشوم مور هم ده، له خپل خاوند نه طلاق اخیستی، ماشوم یې له نیکه سره دی خو ښځه په مرموز ډول ورکه شوې ده.
دا چې سږکال لوی اختر د ګرمۍ په درشل کې راغلو نو د ګرمو سیمو سیلانیانو د یخ سوات سړو اوبو، ګورو سیورو او زړه وړونکیو نظارو ته مخه وکړه. د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ اداره وايي په تېر شوي لوی اختر کې دوه لکه سیلانیان سوات ته ورغلي ول. د مشال راډیو خبریال د سوات سیند پر غاړه له خلکو سره خبرې کړې دي:
د خیبر پښتونخوا حکومت د روان کال د مې پر ۳۰مه د یو فرمان په خپرولو سره ویلي وو چې اوس به د سيدو شریف لوی روغتون حکومت او اولس په شریکه چلوي او خپلواکه مشران به د روغتون لپاره کړنلاره جوړوي.
د خیبر پښتونخوا د سوات د سیدو شریف سره تړاو لرونکی لیکوال، شاعر او څېړونکی عثمان ولسیار وايي پښتو ټپه د پښتنو تاریخ بیانوي.
د جون پر لومړۍ نېټه د سوات د کبل تحصیل په هزاره کې شوې "د سوات ولسي جرګه" کې پر ګڼو موضوعاتو خبرې شوې دي چې پکې د امن، د عامو خلکو د مځکو مبینه لاندې کېده، پر قدرتي وسایلو د ځايي ولس واک، د روزګار نیشتوالی او نور شامل وو.
په سوات کي د شفتالانو (شلتالانو) مېوه رسېدلې او په باغونو کې ګڼ کاريګر مېوه شوکوي او منډيو ته يې لېږي. د باغونو مالکان وايي چې سږ کال فصل ښه شوی دی، خو نوي بازارونه موندل په کار دي.
د سوات ولسي مشرانو او د بېلابېلو ګوندونو سياسي مخکښانو په ملاکنډ ډوېژن کې د نويو ټیکسونو د ممکنه نفاذ د مخنیوي او په سیمه کې د امنیت ښه کولو لپاره ټولګوندیزه غونډه کړې ده.
سوات کې یوې ښځې د لاسي هنرونو د زده کړې مرکز جوړ کړی چې ورته لسګونه ښځې ورځي. رخسانه جهانګیر وايي، په مرکز کې ګنډل شوې جامې بې وزله خلکو ته وړیا ورکوي. د نوموړې په خبره، نجونه او ښځې چې له روزنې فارغې شي نو د کورنیو لګښتونو پوره کولو لپاره پیسې ګټي. په دې اړه لنډ ویډیويي راپور وګورئ.
د کوچني اختر پر مهال ګڼ سيلانيان د خيبر پښتونخوا د سوات بېلا بېلو سيمو ته تللي دي. سيلانيان وايي چې د اختر د رخصتيو ورځې په سوات کې تېرول غواړي.
د سوات په بریکوټ او سیدوشریف کې د هغو نهو کسانو جنازه شوې چې د مارچ پر ۲۸مه د مردان په کاټلنګ کې د پاکستان پوځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول. د کاټلنګ اوسېدونکي وايي چې په وژل شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي او ټول د یوې کورنۍ غړي ول. ویډیويي رپورټ.
هغو مشرانو د فبرورۍ پر ۲۳مه، د "کنټونمنټ بورډ نامنظور تحریک" تر چتر لاندې جرګه کې پرېکړه وکړه، چې په کبل تحصیل کې د پوځي چاوڼۍ په خوا کې د کنټونمنټ بورډ جوړولو پروژه عملي کېدو ته پرېنږدي.
د شانګلې د عامله کمېټۍ مشر واقف شاه وکیل مظاهرې ته په وینا کې وویل چې حکومت دې د وژل شویو له کورنیو سره مالي مرسته وکړي.
میا افتخار حسېن دا خبرې د فبرورۍ پر اوومه د خیبر پښتونخوا په سوات کې د عوامي نېشنل ګوند له خوا د باچاخان او ولي خان تلين لمانځلو لپاره رابلل شوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.
په سوات کې د کرنې څېړنیزې ادارې له خاورې پرته د سبزیو کښت پیل کړی دی او بزګر روزي. نور په دې لنډ ویډیويي راپور کې.
نور وښیئ