د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا ګورنر وايي د ناامنۍ مخنیوي لپاره هر ډول اقدامات کوي


د خیبر پښتونخوا ګورنر وايي د ناامنۍ مخنیوي لپاره هر ډول اقدامات کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00

د سوات قامي جرګې د "ترهګرۍ مخنیوي" په نوم په سیمه کې هر ډول پوځي عملیات رد کړي دي. د جرګې کارنده کمېټۍ د اګست پر اوومه په غونډه کې د سیمې پر امنیت بحث وکړ. د جرګې یو غړي عرفان چټان د اګست پر نهمه مشال راډیو ته وویل، داسې راپورونه دي چې ګواکې پوځ د مټې او کبل په غرییزو سیمو او د بونېر پولې ته نېږدې په بنجوټ کې عملیات کول غواړي. دی وايي، جرګه غواړي چې د امنیت چارې ضلعي انتظامیې او پولیسو ته پرېښوول شي. د سوات قامي جرګه د اووه تحصیلونو جرګه ده چې ۱۰۰ غړي لري. د پاکستان پوځ لا په سیمه کې د عملیاتو پیلولو رسمي اعلان نه دی کړی. خو د اګست پر پینځمه په سیدو شریف کې د ملاکنډ ډېوېژن د کمېشنر په دفتر کې تر سرکاري جرګې وروسته صوبايي وزیر فضل حکیم او د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ شپږو غړو ویلي ول چې په سیمه کې عملیات نه کېږي او پولیس به د امنیت چارې ترسره کوي. البته ګورنر فیصل کریم کونډي د اګست پر اوومه په سوات کې خبریالانو ته ویلي ول چې د هغې سیمې په ګډون به د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې د ناامنۍ ضد هر ډول اقدامات کېږي. ده زیاته کړه چې پوځي عملیات یا مذاکرات د وفاقي حکومت په واک کې دي او هغه به خپل مسوولیت ادا کوي. نور په رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG