عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
په پاکستان کې تر څو کلونو بند پاتې کېدو وروسته، جرمني ته رسېدلي افغانان خوشاله دي چې د خپلو کورنیو له هغو غړو سر بیا یو ځای شول چې وار له مخې په هغه هېواد کې مېشت دي.
د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت محمد کاکړ وايي یو ځانمرګي بریدګر د بلوچستان نیشنل ګوند د جلسې د پای په شېبو کې ځان والوځاوه.
د پاکستان په پنجاب صوبه کې ګڼ شمېر کسان د سېلاب په اوبو کې لاهم ګېر پاتې دي او حکومت د ډرون الوتکو له لارې په اوبو کې د ایسارو کسانو لټون پیل کړی دی.
د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې کې مرستندویه کارکوونکو او رضاکارانو د پرېوتو کورونو له خاورو او ګټو د مړو را ایستلو ته دوام ورکړی دی.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث د تورخم لارې تړل کېدو لاملونو او پر خلکو او سوداګری يې اغېز ته ځانګړی شوی دی. د تورخم ور د فبرورۍ پر ۲۱مې د پاکستانیو او طالب ځواکونو ترمینځ د پوستې د جوړولو پر سر د لانجې له وجې تړل شوی وو چې د مارچ پر پینځمه هم بند وو. بشپړ بحث وګورئ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" خپرونه په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو ستونزو ته ځانګړې شوې ده. خبریالان وايي چې د پاکستان حکومت ورته د ۲۰۲۵ز کال د مارچ تر ۳۱مې پورې له اسلام اباد او راولپېنډۍ څخه د وتلو امر کړی دی. دوی وايي د حکومتي اقدام پر ضد سپریم کورټ کې درخواست دايروي. بشپړه خپرونه وګورئ
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث د خيبر پښتونخوا حکومت د هغې پرېکړې بېلا بېلو اړخونو څېړلو ته ځانګړی شوی چې له تحریک طالبان پاکستان سره يې د مذاکراتو لپاره افغانستان ته د يوې جرګې استولې په اړه کړې وه. بشپړ بحث وګورئ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې مو د ترکیې د ولسمشر پاکستان ته د سفر د ارزښت او د هغه هېواد له پاکستان، افغانستان او هند سره د تاریخي سیاسي، کلتوري او اقتصادي اړیکو جاج اخیستی دی. خپرونه وګورئ.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سيمو کې پر امنیتي ځواکونو زیاتېدونکو حملو ته په پام د بلوڅ وسلوالو ډلو د ځواکمنېدو پر لاملونو بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ ۳۱مې او فبرورۍ لومړۍ ترمینځ شپې مهال په قلات کې وسلوالو ۱۸ امنیتي سرتېرې ووژل. بشپړه خپرونه وګورئ.
د دې اونۍ د مشال تر رڼا لاندې کې د پاکستان سېنېټ لخوا د دې هېواد د برېښنايي جرمونو د مخنيوي قانون (پيکا) د ترمیمي بېل شوو اعتراضونو ته ځانګړی شوی دی.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې دې ته کتنه شوې ده چې پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکا د نوي ولسمشر ډانلډ ټرمپ له انتظاميې څخه کومې تمې لري. ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د امريکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او خپله دنده يې په رسمي توګه پیل کړې ده. بشپړه خپرونه واګورئ.
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په ۲۰۲۵ز کال کې د پاکستان د اقتصاد د ممکنه وضعيت جاج اخیستل شوی دی. دا هېواد له تېرو څو کلونو راهیسې له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی چې د ښه کولو لپاره يې اسلام اباد د مالیې نړيوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د پورونو تړون هم لاسليک کړی دی.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې په نوي ۲۰۲۵ز کال کې په پاکستان کې پر ممکنه سیاسي منظرنامې بحث شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د نوي کال پیل د مخالف ګوند تحریک انصاف او واکمن مسلم لیګ (ن) ترمینځ له مذاکراتو وشو، البته اوس هغه خبرې اترې د اختلافاتو له امله د ځنډ سره ښکار شوې دي. بشپړه خپرونه وګورئ.
نوموړي زیاته کړه چې هغه سفير ته يې وويل چې که په کورمه کې جګړه د سنيانو او شيعه ګانو شخړه ده نو بیا ولې له دې سيمې سره لګېدلي هنګو او ورپسې په کواټ کې د مېشتو سنيانو او شیعه ګانو ترمینځ جګړه نه کېږي
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د چارو له پوهانو سره په نوي ۲۰۲۵ز کال کې په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د امنیتي حالاتو ممکنه منظرنامه بحث شوې ده.
په سیمه کې شیعه ګان له یو نیمې اونۍ راهسې د پاړه چینار پریس کلب مخې ته ناست دي او سنیانو دوه ورځې وړاندې په بګن کې پر ټل-پاړه چینار مرکزي سړک پرلت وهلی دی.
اېسوشيېټېډ پرېس او فرانس پرېس اژانسونه وايي چې د جنوبي کوریا يوه الوتکه د کوزېدو پر مهال لوېدلې چې پکې تراوسه پورې ۱۷۷ کسان وژل شوي دي. په الوتکه کې ۱۸۱ کسان سپاره ول چې د لوېدو د علت د معلومو لپاره يې پلټنې پیل شوې دي.
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" د حکومت او تحریک انصاف ترمینځ د پیل شویو مذاکراتو په اړه دی چې پکې د چارو له پوهانو سره د عمران خان له زندانه د خوشې کېدو د امکان ترڅنګ ځینې نور پوښتنې بحث شوې دي. پي ټي ای او د واکمن اتحاد د مذاکراتي ډلو ترمینځ لومړۍ ناسته شوې او بله هغه به يې د جنورۍ پر دويمه وي.
په بيان کې راغلي دي چې پوځي عدالتونه عدالتي خپلواکي او شفافيت نه لري او د اورېدنو لپاره لازمي قانوني شرطونه نه پوره کوي.
نور وښیئ