د پنجاب حکومت وايي نږدې یو مېلیون خلک یې له سېلاب ځپلو سیمو خوندي ویستلي
د پاکستان په پنجاب صوبه کې ګڼ شمېر کسان د سېلاب په اوبو کې لاهم ګېر پاتې دي او حکومت د ډرون الوتکو له لارې په اوبو کې د ایسارو کسانو لټون پیل کړی دی. په پاکستان کې وروستیو سېلابونو په خیبر پښتونخوا، پنجاب او سیند صوبو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده. نور حال د اسوشیېټېډ پرېس له ویډیو جوړ په دې راپور کې وګورئ.