پاکستان کې تر پولیو وروسته اوس بل واکسین له منفي تبلیغاتو سره مخ دی
تر پولیو وروسته اوس په پاکستان کې د مرکنډۍ سرطان د مخنيوي د واکسين ضد هم تبلیغات پیل شوي دي چې په نتیجه کې يې پر کيمپېن منفي اغېز پرېوتی دی. پوهان وايي چې واکسين له ساینسي پلوه د سرطان ضد اغېزناکه دی چې د تبلیغاتو برعکس ښځې وچوي نه بلکې له شنډتوبه يې خوندي کوي. د فرانس پرېس خبري اژانس له ويډيو جوړ رپورټ