شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.
پولیس وايي دم ګړۍ ته همدومره معلومات ورسره دي او دا امکان هم شته چې د مرګ زوبلې شمېر زیات شي.
اخوندزاده چټان وړاندې وویل چې په جرګه کې د هغو خلکو پر وضعیت هم اندېښنه وښوول شوه چې د عملیاتو له وجې له ماموندو نورو سیمو ته کډه شوي دی.
د باجوړ د پولیسو یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازې نه درلودلو له وجې د نوم د پټ ساتلو غوښتنه کوله د اګست پر ۲۹مه یې مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د اګست پر ۲۸مه په نښتر کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د اګست له ۲۴مې څخه تر ۲۸مې پورې د اوبو نړیواله اونۍ لمانځل کېږي چې موخه یې د تازه او پاکو اوبو ارزښت په اړه پوهاوی پیدا کول او د اب و هوا بدلون مخنیوي اقدامات کول دي.
د باجوړ په ماموندو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له وجې بې کوره شوي خلک وايي، له حکومتي مرستو بې برخې دي. د باجوړ انتظامیه وايي، د بې کوره شویو نوملیکنه یې کړې، ورته یې په خار کې کیمپ جوړ کړی او له نورو سره هم خوراکي او نورې مرستې کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
عنایت کلا بازار د لوی او واړه ماموندو د ولس لپاره تر ټولو لویی بازار دی چې پکې شاوخوا ۴،۰۰۰ دوکانونه دي.
د باجوړ جرګې په لوی ماموندو کې د ګرځبندیز (کرفیو) نه ختمېدو په صورت کې د احتجاج پیلولو ګواښ کړی دی.
په باجوړ کې ولسي مشران وايي په لوی ماموند سیمه کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په درشل کې له ۱۰۰،۰۰۰ زیات خلک تر دې مهاله نورو خوندي سیمو ته کډه شوي دي.
د اګست پر ۱۵مه د باجوړ له لوی مامونده یو ځل بیا کډې پیل شوې دي. دا تر هغې وروسته ده چې انتظامیې د اګست پر ۱۴مه د ۲۴ کلیو اوسېدونکو ته د مېنو پرېښودو امر وکړ. انتظامیه وايي، په هغه سیمه کې د مشکوکو وسلوالو پرضد هدفي عملیات کوي. تفصیل په دې رپورټ کې.
چارواکي وايي، د باجوړ د خار په لوبغالي کې یې د کډوالو لپاره خیمې درولې دي او بې ځایه شویو ته د ګاډي کرایه او نور لګښتونه هم ورکوي.
د باجوړ خلکو په خپله سیمه کې لګېدلی ګرځبندیز (کرفیو) مات کړی دی او بازارونه یې پرانیستي دي. دا تر هغې وروسته ده چې ضلعي انتظامیې د اګست پر ۱۰مه شپې ناوخته په بیان کې په لوی ماموندو کې درې ورځنی او د باجوړ پر ځینو مهمو سړکونو یو ورځنی ګرځبندیز ولګاوه. ویډيويي رپورټ.
په باجوړ کې د امنیت د ټینګولو لپاره حکومت د جولای له ۲۹مې عملیات پیل کړي چې له وجې یې د ځینو کلیو یو شمېر خلک کډو کولو ته اړ شوي دي. همدا رنګه د باجوړ انتظامیې په ځینو سیمو کې ګرځبندیز هم لګولی دی. د باجوړ د خار سیمې د سوداګرو د ټولنې یو مشر سجاد کاروان مشال راډیو ته د خپلو سترګو لیدلی حال بیانوي.
له دې پرته، په ټول لوی ماموندو تحصیل کې تر درو ورځو پورې د قانون ۱۴۴مه ماده عملي شوې او انتظامیې خلکو ته ویلي دي چې پر سړکونو دې نه ګرځي او له کورونو دې بهر نه وځي.
د باجوړ انتظامیې او په سیمه کې موجودو وسلوالو ډلو تر اوسه د جرګې د مشرانو د څرګندونو په اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.
د پېښور اوسېدونکی خضر حیات اته کلن وو چې په یوه پېښه کې یې لاس غوڅ شو. دی وايي، پر دې سربېره یې نه غوښتل چې پر کورنۍ بار (بوج) شي نو ځکه مزدوري کوي. هغه چېنګچي چلوي او د سریو (سیخانو) د ماتولو سخت کار کوي. نور په لنډ ویډیويي رپورټ کې.
له کله نه چې د پاکستان پوځ د باجوړ په ۱۶ کلیو کې د عملیاتو خبرداری ورکړی دی، د سیمې یو شمېر خلک د سر او مال د خوندي ساتلو په موخه نورو ځایونو ته کډې وړي.
د باجوړ جرګه وايي، د حکومتي او وسلوالو ترمینځ یې دوه ورځنی اوربند کړی دی. د جرګې غړي او د سوداګرو د ټولنې مشر واجد علي شاه د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، دواړه لوري سلا شوي دي چې د اګست پر څلورمه او پینځمه به پر یو بل حملې نه کوي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د باجوړ مشران هڅه کوي په هغه سیمه کې فعال وسلوال طالبان دې ته اماده کړي چې یاده سیمه دې پرېږدي.
د باجوړ په بادسیا سیمه کې یوې جرګې ویلي دي چې له طالب وسلوالو سره خپله خبرې کوي او ورڅخه غواړي چې سیمه دې پرېږدي ځکه چې د هغوی او امنیتي ځواکونو ترمینځ په نښتو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله او مالي زیانونه اوړي. د اګست پر لومړۍ جرګې ته ګڼ خلک او ولسي مشران ورغلي ول. ویډيويي رپورټ.
د باجوړ پولیس وايي، په سیمه کې د جولای له ۲۹مې راهیسې د وسلوالو پر ضد په پیل شویو عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون درې ولسي وګړي وژل شوي او تر پینځو زیات ژوبل دي.
نور وښیئ