ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
له سکرو او نورو معدنیاتو ډکه بلوچستان صوبه بیا بیا له دغه ډول پېښو سره مخامخېږي چې د کانکېندونکیو په وینا د دوی د ژغورنې بندوبست د نېشت برابر دی.
د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې د ناڅرګندو وسله والو کسانو په یوه برید کې د پاکستان پوځ د یوه کرنل په ګډون درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
بلوچستان های کورټ د بلوڅ قبایلي مشرنواب اکبرخان بګټي د وژنې په تور د پاکستان پخوانی پوځي صدر جنرال پروېز مشرف پرضد درخواست رد کړی او هغه یې په دغه مقدمه کې بري کړی دی.
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په کوټه کې د انځورونو او هنري ټوټو نندارتون پیل شوی دی چې تر سې شنبې یا نهې ورځې به روان وي. په دې نندارتون کې انځورګرانو خپلې هنري نمونې ایښې دي چې ورته خلک ورروان دي. پر دې موضوع ویډیويي رپورټ وګورئ.
د اسمبلۍ غونډې پر مهال د جمعیت علما ء اسلام سر ه تړاول رونکي د اسمبلۍغړي سردار عبدالرحمان کېتران زیاته کړه له ده سره هم څلور کاله وړاندې له ده سره هم داسې تېری او ظلم شوی وو څنګه چې له مجید خان اڅکزي سره شوی دی.
ای ایف پي خبري اژانس د خبر ترمخه د پېښې ذمه واري بلوڅ بیلتونپالې وسله والې ډلې(بلوچ لبرېشن ارمي) منلې ده.
د بلوچستان په کوټه ښار کې د یکشنبې په شپه د پاکستاني پوځ پر يوه لارۍ بريد کې ۱۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې پرون ناوخته په يو بيان کې ويلي چې په وژلو شويو کې اته پوځيان هم شامل دي. د بريد ذمه واري چا نه ده منلي.
د ۲۰۱۶م کال په اتم اګست د کوټې سیویل هسپتال کې په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شویو وکیلانو، خبریالانو او عادي وګړیو لومړی تلین په ویر او درناوي سره لمانځل کېږي.
د بلوچستان د تعلیم د څانګې چارواکي او کارپوهان وايي د نویو تقاضو ترمخه اړینه ده چې زده کونکیو ته د تعلیمي زدکړو ترڅنګ مسلکي زدکړې هم ورکړل شي څو دوی د هر ازمون مقابلې ته چمتو وي. تېره ورځ په کوټه کې په هم دې اړوند یوه غونډه د لورلای پوهنتون په کومک د یادې صوبې د تعلیم د ادارې لخوا جوړه شوې وه چې ویډ
د بلوچستا ن په څلورو ضلعو کې له نن (جولايي ۲۴) څخه د پوليو ضد درې ورځنی کمپاين پېل شو. چارواکي وايي دې کمپاين کې به اتو لکو ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ مخنيوي لپاره ويکسين کيږي.
د بلوچستان امنیتي چارواکي وايي، د چارشنبې پر سهار وختي د مستونګ سره نږدې نامالومو وسله والو پر یو شخصي موټر ډزې کړي چې پکې پنځه کسان و وژل شو.
د بلوچستان وزیراعلی نواب ثناء الله زهري او د بلوچستان په حکومت کې د شریکوګوندونو پارلماني مشرانو ویلي چې دوي د د اپوزېشن او وزیراعظم نوار شریف ترمنځ په روانه مسله کې له وزیراعظم نواز شریف سره ولاړ دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي روانه سياسي ګډوډې د هیواد په ګټه نه ده. نوموړي نن د بلوچستان په سرښار کوټه کې په يوه خبري غونډه کې وويل چې پکار ده ټولې جمهوري ادارې خپله ټاکلې موده پوره کړي.
دبلوچستان په سرښار کوټه کې وسله والو د پولیسو مرستیال مشر په ګډون څلور پولیس والا وژلي دي. د چارواکو په وينا د قايد اباد پر ایس، ايس، پي مبارک شاه او ورسره پوليسو سرتېرو نن هغه مهال ډزې وشوې چې دوی په دېبه کلي کې په ګزمه وو.
په بلوچستان کې د ډېر باران له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او په لوی شمېر کورونو او دوکانونو ته مالي زیان رسېدلی دی.
په کوټه کې د پاکستانیو امنیتي سرتېرو له خوا د انټرنېټي جرم [سایبر کرایم] په تور یو نیول شوی ځايي خبریال ظفر الله خان اڅکزی و فدرالي پلټنې ادارې (اېف ای اې ) ته د شپږ نورو ورځو پلټنو لپاره سپارل شوی دی.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او د پبلک اکاونټ کمیټي چیېرمېن عبدالمجید خان اڅکزی د چارشنبې په ورځ په کوټهکې د ترهګرۍ ضد عدالت ته د پولیسو تر سختې څارنې لاندې وړاندې کړل شو.
په کوټه کې د دوشنبې پر ورځ د کوچني اختر لمونځ وشو او خلکو یو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړې. په ښار کې د جمعې ورځې تر برید وروسته، امنیتي اقدامات شوي ول چې د ناوړه پېښو مخنیوی وشي. ویډیو وګورئ.
د بلوچستان د پولیسو د مشر دفتر مخې ته د شوې چاودنې په اړه د پلټنو لپاره یو ځانګړې ډله له لاهور څخه کوټې ته ځي. دا ډله به په دې چاودنه کې د کارول شوي موټر او بارودي موادو جاج اخلي.
د بلوچستان وزیراعلی نواب ثناالله زهري د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی وو چې هلته دې تعلیمي ادارې ټولې وتړل شي.
نور وښیئ