د خبریالانو ګڼو تنظیمونو د ظفر اڅکزي نیونه غندلې او بې له ځنډه یې د هغه د خوشېکېدو غوښتنه کړې ده.
د قدرت ورځپاڼې اډیټر ظفر الله خان اڅکزی تر کوشني اختر یوه ورځ د جون پر ۲۵مه نېټه په کوټه کې پاکستانیو امنیتي سرتېرو هله ونیولو چې په نیمه شپه یې پر کور وروختل.
د کوټې یوه ځايي عدالت د زیارت/پنجشنبې ورځ د نوموړي پرضد دا ګام تر هغه وروسته واخېست چې اېف آی اې د ظفر الله خان اڅکزي خلاف د انټرنېټي جرم مقدمه وکښله.
په مقدمه کې پر هغه تور پورې شوی چې پر ټولنینزو رسنیو لکه فېسبوک باندې یې د پاکستان د یوالي او امنیتي سرتېرو پرضد مواد خپاره کړي دي.
د قدرت ورځپاڼې اډیټر ظفر الله خان اڅکزی تر کوشني اختر یوه ورځ د جون پر ۲۵مه نېټه په کوټه کې پاکستانیو امنیتي سرتېرو هله ونیولو چې په نیمه شپه یې پر کور وروختل.
د امنیتي سرتېرو د دي عمل په نتیجه کې هغه مهال د ظفر اڅکزي د کورنۍ په ښځو او ماشومانو کېزیاته ویره تره خوره شوې وه.
پر دغه پېښه د خبریالانو بېلا بېلو ډلو او تنظیمونوله خوا سخته خواشیني ښودلې او په کلکو ټکیو یې غندلې ده. په دې ترڅ کې د زیارت په ورځ په کوټه د ورځپاڼو، مدیرانو، د خبریالانو اتحادیو مشرانو او د پرېس کلب منصبدارانو یوه غونډه وکړه او غوښتنه یې کوله که چېرې یو خبریال په یو جرم تورن هم وي نو د هغه لپاره پکار ده چې لومړی امنیتي ادارې د خبریالانو له مشرانو سره تماس ونیسي.
دوی ویل، په کومه ناروا طریقه چې خبریال ظفرالله خان اڅکزی له خپله کوره په نیمه شپهپورته کړل شوی او په ښځو او ماشومانو کې چې څه ډول ویره تره خوره شوې، هغه د سختې غندنې وړ پېښه ده.
په غونډه کېپرېکړه وشوه چې په دې ترڅ کې به ډېر ژر د خبریالانو یو پلاوی له جګپوړیو حکومتي او پوځي چارواکیو سره وویني چې موخه یې په راتلونکې کې د دغه ډول پېښو مخنیوی کول دی.
پاکستان کې د خبریالانو تحفظ لپاره کارکونکېادارې [فریډم نېټورک] د ظفرالله خان اڅکزي نیونه سخته غندلې او له حکومته یې په یوه بیان کې سمدلاسه د خوشېکولو غوښتنه کړې ده.
دغه ډول دلته په کوټه کېداېف ای اې د یو چارواکي په وینا چي دوی په ۲۰۱۷ م کال کې تر سایبر کرایم لاندې ۱۲ کسان نیولي او نېږدې ۳۶ کېسونه داسې دي چې د هغو پلټنه لا هم روانه ده.
دلته داخبره دیادونې وړ ده چې په ۲۰۱۶م کال په پاکستان کې د سایبر کرایم د مخنیوي لپاره په جوړ شوي قانون کې ښکاره ویل شوي چې د ټولنیزو رسنيو له لارې د مذهب، هېواد او پوځ د سپکولو اجازه نه شته او که څوک په دې کې تورن وموندل شو نود هغه پرضد به تر د دې نوي قانون لاندې سخت ګامونه پورته کېږي.