د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې چاودنې ۱۲ وژلي او شاوخوا ۲۰ یې ټپي کړي


په کوټه کې د شوې چاودنې ځای
په کوټه کې د شوې چاودنې ځای

د بلوچستان وزیراعلی نواب ثناالله زهري د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی وو چې هلته دې تعلیمي ادارې ټولې وتړل شي.

په کوټه کې د بلوچستان د پولیسو د مشر د دفتر مخې ته په موټربم چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او شاوخوا شل تنه نور ټپي شوي دي. په وژل شوو کې اووه تنه پولیس هم شامل دي.

د بلوچسان د کورنيو چارو سیکرټري اکبر حریفال مشال راډیو ته وویل چې که څه هم تر اوسه نده مالومه چې دا چاودنه وه او که ځانمرګی خو دوي په دې اړه پلټنې کوي.

اکبر حریفال وویل ، دوی دا خبره نشي ردولای چې دا به یو ځانمرګی برید نه وي.

د کوټې د پولیسو مرستیال مشر عبدالزاق چیمه تر پېښه وروسته خبریالانو ته وویل چې دوی په ښار کې د امنیت ساتنه ټینګه کړې ده.

د بلوچستان وزیراعلی نواب ثناالله زهري د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی وو چې هلته دې تعلیمي ادارې ټولې وتړل شي.

د چارواکو په وینا ، که تعلیمي ادارې خلاصې وای نو ښايي مرګ ژوبله نوره هم زیاته وای هغه ځکه چې د دې پېښې ځای ته نژدې د نجونو یو سکول او کالج هم موجود دي.

د تحریک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې د دې برید زمه واري منلې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG