د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستاني ځواکونه مې پر کور داسې راوختل لکه ظواهري چې نیسي'


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي عبدالمجید خان اڅکزي ويلي دي چې پولیسو یې پرضد په اېف ای ار کې په ناقانونه توګه دترهګرۍ مقدمه لاسلیک کړې ده. هغه وویل په نیولو سره یې نه یوازې د ده بلکې د ټولې اسمبلۍ برم تر پښو لاندې کړل شوی دی. نوموړي تر نیولکېدو وروسته په لومړي ځل بلوچستان اسمبلۍ ته وینا وکړه چې د سېشنبې ماښام د اسپیکرې راحیله درانۍ په مشرۍ پیل شوه.

د پبلک اکاونټس کمیټي چیرمین عبدالمجید خان اڅکزي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسي د کوټې په لوی زندان کې بند دی یو تحریک استحقا ق وړاندې کړ. هغه وویل د جون په یویشتمه نېټه د اسمبلۍ تر غوڼدې وروسته د موټر حادثې پېښې په نتیجه کې یو ټرافیک سارجنټ ووژل شوو. لومړی پولیسو د ناڅرګندو کسانو پرضد مقدمه لاسلیک کړه. هغه وویل که څه هم تر پېښې وروسته د شپې تر ناوخته دی د پولیسو له ژوبل سارجنټ سره په روغتون کې موجود وو او کله چې هغه ساه ورکړه نو بیا یې په خپله د هغه مړی و ډېره غازي خان ته ولېږداوه.

د اڅکزي په وینا چې دوې ورځې وروسته پولیسو او سرحدي عسکرو دشپې ناوخته نه یوازې د ده پر کور په داسې اندازه چاپه و وهله لکه یو ترهګر چې نیسي. او بیا په اېف ای ار کې هم د ده پرضد د ترهګرۍ یوه بله مقدمه وکښل شوه.

مجید خان اڅکزی زیاتوي پولیس، ایف سي او د استخباراتي ادارو کسانو چې خپل مخونه یې پټ کړي ول او په شپېتو موټرانو کې راغلي ول، په نیمه شپه یې د ده پر کور په یوه داسې انداز ور راننوتل، لکه چې څوک ایمن الظواهري نیسي. هغوی یې نه څادر او چار-دیواري ته وکتل او نه هم له دوی سره مجسټریټوو.

مجیدخان زیاته کړه دی د اسمبلۍ غړی دی چې له ده سره دغه ډول چلند کېږي نو د پولیسو به له عادی وګړو سره څه ډول چلن وي. د دوی مقصد دا نه ووی چې دی ونیسي بلکې دوی تر یوه یوه پلان لاندې د ده کور ته ورغلي وو. دی وايي که د ده ساتونکیو یو ډز هم کړی وی نو بیا به وضع نوره وه.

د اسمبلۍ غونډې پر مهال د جمعیت علما ء اسلام سر ه تړاول رونکي د اسمبلۍغړي سردار عبدالرحمان کېتران زیاته کړه له ده سره هم څلور کاله وړاندې له ده سره هم داسې تېری او ظلم شوی وو څنګه چې له مجید خان اڅکزي سره شوی دی.

وروسته اسپیکرې راحیله درانۍ له شاغلي اڅکزي سره شوی زیاتوب ومانه او

د هغه تحریک یې د لا نورې پلټنې لپاره و استحقاق کمېټۍ ته ولېږداوه.

تر دې وړاندې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پارلماني مشر عبدالرحیم زیاتوال وویل چې له بده مرغه د پاکستان جوړېدو له لومړۍ ورځي راهیسې په هېواد کې د جمهوري ادارو او غیر جمهوري قوتونو ترمنځ تاوتریخوالي پیل شوی وو چې لا هم روان دی. هغه وویل د دوی ګوند له لومړۍ ورځې دا دریځ لري او وايي چې ټولې ادارې په خپله دایره کې دننه کار وکړي چې دا هېواد له ایین او قانون سره سم پرمخ ولاړ شي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG