ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بلوچستان په تربت ولسوالۍ کې د ۱۵ کسانو مړي موندل شوي چې په ډزو وژل شوي دي. د چارواکو په وینا چې ټول وژل شوي کسان د پنجاب اوسېدونکي دي چې د تربت له لارې په ناقانونه توګه ایران ته روان ول.
جمعيت علما اسلام (ف ډله) او پښتونخوا ملي عوامي ګوند دريځ لري چې د قبايلي سيمو د راتلونکې پرېکړه دې د قبايلو په خوښه د ټولپوښتنې له لارې وشي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې یوې بمي چاودنې د صوبې د پولیسو مرستیال مشر حامد شکیل او دوه نور پولیس وژلي دي.
د بلوچستان وکیلانو له حکومته غوښتنه کړې چې د ۲۰۱۶ز کال د اګست پر اتمه په برید کې د وژل شویو او ژوبلو قانون پوهانو له کورنیو سره کړې ژمنې پوره کړي. دوی د یکشنبې یا اتوار پر ورځ په کوټه کې په غونډه کې پر حکومت ټینګار وکړ چې د قانون پوهانو د کورنیو ستونزې هوارې کړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزير سرفراز بګټي ویلي د بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان ليبرېشن فرنټ د مشر ډاکټر الله نظر ميرمن او د کورنۍ ښځې یې پرون (جمعه) خوشي کړې دي.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي دي چې د پاکستان مرکزي حکومت دې له پښتنو سره کړې ژمنې پوره کړي.
په کوټه کې په لومړي ځل داسې رسټورانټ پرانستل شوی دی چې مېرمنې پکې کار کوي. د رسټورانټ مالکه وايي ، هدف یې دا دی چې مېرمنې پیاوړې کړي. په دې اړه د مشال راډیو ویډیو وګورئ.
د بلوچستان د پښتون مېشتې ضلعې هرنايي په ښاهرګه سیمه کې د سکرو یا کویلې یو کان نړېدلی دی چې له امله یې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي دي.
یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، پېښه هغه مهال شوې چې د امنیتي ځواکونو ګاډی له سیمې تېرېده. ده وویل، وژل شوي سرتېري غلام رباني او تصور علي نومېږي.
په بلوچستان کې د خبریالانو د ټولنې مشرانو ویلي، په هېواد کې وسله والو پر خبریالانو بریدونه زیات کړي دي چې له کبله یې پر خبریالۍ فشار زیات شوی دی.د یکشنبې یا اتوار پر ورځ، د بلوچستان د خبریالانو ټولنې په صوابۍ کې د خبریال هارون خان د وژنې او د وسله والو ډلو له لوري خبریالانو ته د ګواښونو پر ضد احتجاج
د یکشنبې یا اتوار پر ورځ، د بلوچستان د خبریالانو ټولنې په صوابۍ کې د خبریال هارون خان د وژنې او د وسله والو ډلو له لوري خبریالانو ته د ګواښونو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.
نن د دوشنبې په سهار په کوټه کې ناڅرګندو وسلهوالو پر يوه موټر ډزې کړي چې پهکې سپاره پينځه تنهيې وژلي او يو بل يې ټپي کړى دى.
د بلوچستان د روغتیا سیکرټر عصمت الله کاکړ په ټراما سنټر کې په بیړنۍ توګه ټولډاکټران ور غوښتي چې په عاجله توګه د ټپیانو درملنه وکړي.
د بلوچستان په جل مګسی کې د زيارت په ماښام په چادونه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوی او تر ۳۵ زيات ژوبل شوی دی.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د پښتنو د کلتور ورځ ولمانځل شوه. په دې کلتوري جشن کې د بلوچستان اعلی وزیر نواب ثناالله زهري او د بیلا بیلو ګوندونو مشرانو ګډون وکړ. د کلتوري ورځې ګډونوالو د پښتنو پګړۍ په سر کړې وې، ځوانانو اتڼونه وکړل او ماشومانو هم دودیزې جامې اغوستې وې. د مشال خبریال ایوب ترین پرې ویډیو
د روس لیکوال الیګزنډریاکولیف کوټې ته تللې او هلته یې د کوټې د پښټو اکېډمۍ له خوا د پښتو په نړیوال سیمینار کې ګډون کړی دی. نوموړي په پښتو ژبه له مشال راډیو سره خبرې کړې دي. د مشال راډیو خبریال ایوب ترین د هغه د احساس او تجربې په اړه ورسره ږغېدلی دی.
د افغانستان د ولسي جرګې غړې ساحره شریف په لومړي ځل کوټې ته تللې او هلته یې د کوټې د پښټو اکېډمۍ له خوا د پښتو په نړیوال سیمینار کې ګډون کړی دی. د مشال راډیو خبریال ایوب ترین د هغې د احساس او تجربې په اړه ورسره ږغېدلی دی.
په کوټه کې د پښتو نړیوال سیمینار ګډون والو دغه غونډه د پښتو ادب او پښتو ژبې د ودې لپاره ګټوره بللې ده او پښتانه یې دې ته رابللي چې د خپلې مورنۍ ژبې لپاره کار وکړي. پر دې موقع اېښودل شوي کتابونه هم هلته د ورغلیو خلکو د دلچسپۍ وو. د ایوب ترین په ویډیويي رپوټ کې یې وګورئ
په بلوچستان کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد درې ورځنی کیمپېن پیل شو. روغتیايي کارکوونکي به د دوشنبې یا ګل له ورځې څخه په پیل شوي دې کیمپېن کې شاوخوا ۲۴ لاکه ماشومانو ته د پولیو ناروغۍ مخنیوي څاڅکي ورکوي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
په کوټه کې سوداګرانو او سیاسي و مذهبي مشرانو ګواښ کړی دی چې که د اهل حدیث جماعت یو مشر مولانا علي محمد تراب خوشې نه شو نو دوی به د نهې له ورځې د کوټې ټول کاروبارونه وتړي. دوی په خبري غونډه کې وویل، تراب د جمعې پر ورځ تښتول شوی او تر اوسه یې پته نه ده لګېدلې. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
نور وښیئ