د چارشنبې په سهار د کوټې پر ایرپورټ روډ د چمن هاوسنګ سکیم و مخې ته داسې چاودنه شوې ده چې غږ یې تر لرې اورېدل شوی دی.
چاودنه په داسې وخت کې شوې ده چې د بلوچستان د پولیسو مرستیال مشر حامد شکیل په خپل موټر کې له کوره دفتر ته روان وو.
په دې پېښه کې د حامد شکیل تر څنګ د هغه یو امنیت ساتونکی رمضان او موټر چلونکی خلیل احمد هم وژل شوي او څلور نور ساتونکي ټپي شوي دي.
د پولیسو چارواکي وايي چې هلته له لګېدلو کېمرو څخه اخیستل شوې لومړۍ نښې ښيي چې دا یو ځانمرګی برید وو.
د دوی په وینا ، یو کس د حامد شکیل موټر ته تر نژدې کېدو وروسته چاودنه کېږي خو لا هم په رسمي توګه د دې چاودنې د څرنګوالي پخلی نه دی شوی.
تحریک طالبان پاکستان د دې پېښې زمه واري منلې ده. د بلوچستان وزیر اعلی نواب ثناء الله زهري او ګورنر محمد خان اڅکزي پر یاده پېښه د خواشینۍ تر څنګ ویلي چې په صوبه کې به د ترهګرۍ مخه نیسي.
په دې وروستیو کې په بلوچستان او په ځانګړې توګه کوټه کې د پولیسو په نښه کولو پېښې زیاتې شوې دي.
د روان کال په جون میاشت کې د کوټې ښار په مرکزي برخه کې د بلوچستان د پولیسو د مشر د دفتر مخې یو ځانمرګي موټر په بارودو الوزولی وو چې له امله یې د ۷ پولسو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو.
د هم دې کال د جولايي پر لسمه نېټه د چمن په ښار کې یو ځانمرګی برید شوی وو چې هلته د پولیسو مشر ساجد مومند او د هغه موټر چلونکی پکې وژل شوي وو.
د جولايي پر ۱۳مه نېټه بیا په کوټه کې د پولیسو د یو ځايي لوړپوړي چارواکي مبارک شاه پر موټر ډزې شوې وې چې په نتیجه کې یې د نوموړي په ګډون د هغه څلور ساتونکي هم وژل شوي وو.
په اکتوبر میاشت کې د کوټې په سریاب سیمه کې یو ځانمرګي خپل موټر د پولیسو له یو لارۍ سره ټکي کړی وو چې له کبله یې د یو لاروي تر څنګ ۷ پولیس وژلي وو.